غزل – ظاهر اعمار

غزل – ظاهر اعمار

ژوند مو دی کوو به يې، چاره نه شته باداره
ورکه که هر څو زموږ له هر يوه ده لاره

زه اوس ستا له ژونده په دا شان يمه وتلی
وتی لکه ستوری چې وي سم له خپل مداره

ته چې کله ولاړې، له هغې ورځې تر ننه
درد پسې بل درد وي، اوس وتلي دي له شماره

ويې ويل، ووايه ښکلا څه شي ته وايي؟
ومې ويل، ستا پر ګلابي شونډو خندا ته زما ياره

ستا ثبت کړی غږ چې تکرار اورم تنهايۍ کې
څه ضرور چې اورمه سندره له سېتاره؟

ډېر وخت پس يې وليدم، حيرانه وه ولاړه
بيا يې په درد ووې، خراب شوی يې عماره


ادب، د عمار غزل
t