افغانستان په دویمه لوبه کې پاکستان ته په ۲۶ منډو ماتې ورکړه

افغانستان په دویمه لوبه کې پاکستان ته په ۲۶ منډو ماتې ورکړه

د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دویمه لوبه کې نن د افغانستان معلولینو لوبډلې پاکستان ته په ۲۶ منډو ماتې ورکړه.

په پیل کی پاکستان پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه چې په ټاکل شویو ۱۶ اورونو کې افغان لوبډلې ۱۴۲ منډې جوړې کړې. په توپوهنه کې محمدالله ۶۰، جمیل شاه ۴۶ او محمد اشرف ۲۵ منډې جوړې کړې.

پاکستان د ورکړل شوي هدف په تعقیب ۱۱۶ منډې جوړې کړې. د افغانستان لپاره شیرین اغا ۴، زبیر ۲ او حزب الله او جمیل مندوزي یوه – یوه ویکټ واخیسته.

شیرین اغا د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د یادونې ده چې د ورښت له امله لوبه ۱۶ اورونو ته کمه شوې وه.



t