محمد حسن ولسمل  څوک و؟

محمد حسن ولسمل  څوک و؟

محمد حسن ولسمل پياوړی سیاستوال، لیکوال او د هېواد ملي ګټو ته ژمن کس و. هغه ویل، امریکا د افغانستان په ګټه نه ده، له افغانستان سره د امریکا ملګري یوازې تر خپلو ګټو محدوده ده، هېڅ باور پرې مه کوئ.

شفیق امیرزی

محمد حسن ولسمل د هېواد وتلی لیکوال، ژورنالېست او سیاسي شنونکی و. محمد حسن ولسمل د هېواد په سختو شرایطو کې د روښانه راتلونکې لپاره د قلم پر مټ مبارزه کوله او غوښتل یې دلته د ظلم او زیاتي ګیلم ټول کړي. هغه له خپل هېواد سره صادقانه او رښتینې مینه لرله او د نړۍ د اوسني سیاست په اړه یې معلومات لرل. ولسمل د شوروي د یرغل پر مهال، بیا د امریکا تر جګړې پورې په هېواد کې ځانګړی دریځ درلود. هغه دا جګړې له یو بل سره تړلې بللې او په خبره یې د افغان انسان د وژلو او تباه کولو لړۍ ده. ولسمل پر دې باور و، چې امریکا د پاکستان پر مټ لا هم په افغانستان کې خپلې جګړه ییزې پروژې لري او په باور یې دا پروژې دومره ژر د ختمېدو نه دي.

هغه د خپل یوه کتاب په سریزه کې لیکي، افغانستان د امریکا او پاکستان د ګډې لوبې قرباني دی او تر هغه به دا جګړه روانه وي، څو چې دوی خپلو موخو ته نه وي رسېدلي. ده به افغان سیاسیون هم خام بلل چې د امریکا او پاکستان پر لوبو ځان ناخبره اچوي. ولسمل په دې سریزه کې وايي چې جګړه د افغانانو نه ده، بلکې پر افغانانو تپل شوې ده. ده په خپلو ډېرو لیکنو کې افغان سیاستوال دې ته متوجه کول چې د بهرنیانو لپاره د هو ځواب پر ځای د خپل ولس تر څنګ ودرېږي او په پوره دقت دلته روانې لوبې ختمې کړي. هغه هېڅ وخت د خپلو ملي ګټو او ملي فکر لپاره له مبارزې لاس وا نه خیست او نه هم له خپل فکر او فکري مبارزې یو ګام شا ته شو. هغه د نوي حکومت په راتګ سره هم د هغو مسایلو پلوی پاتې شو چې د افغانستان په خیر او ګټه وو.

ارواښاد محمد حسن ولسمل د قاسم خان زوى و چې په ١٣١٦ لمریز کال کې د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په ګهيک کلي کې زېږېدلى و. هغه په همدې کلي کې لوی شو، خو د ښوونځي او زده کړو لپاره له کامې کابل ته لاړ. په ١٣٣٣ لمریز کال کې د کابل له ابن سينا ښوونځي او په ١٣٣٥ لمریز کال کې د کابل د کرنې له لېسې څخه فارغ شو. ولسمل د ښوونځي تر خلاصولو وروسته پوهنتون او لوړو زده کړو ته مخه کړه. ده په کابل پوهنتون کې د ادبیاتو پوهنځی پيل کړ. ارواښاد ولسمل په ١٣٤٢ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي فارغ شو.

تر فراغت وروسته د هر محصل ارمان دا وي چې خپل هېواد او کورنۍ ته د خدمت جوګه شي. ولسمل هم له ولس سره مینه لرله او غوښتل یې دې خلکو ته د قلم او خپلې پوهې له لارې خدمت وکړي. نو له فراغت سره سم په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د کابل راډیو ته لاړ او هلته د همدې راډيو د نشراتو مدیر وټاکل شو. دلته یې مهم فعالیتونه تر سره کړل او لا ډېرې تجربې یې خپلې کړې. هغه یوازې په ژورنالیستیکه برخه کې ایسار نه شو، بلکې په حکومت کې یې نورې دندې هم لرلې. هغه د نورو دندو تر څنګ، د بغلان، زابل او تخار ولایتونو کې د ځینو ولسوالیو د ولسوال په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

ولسمل له ماشومتوبه د کتاب له لوست سره مینه لرله. ده به تر ډېره د تاریخ کتابونه مطالعه کوله او په وینا یې د تاریخي کتابونو کرکټرونه ده ته په زړه پورې وو. ده په خپله یوه مرکه کې ویلي، له همدې ځایه یې له سیاست او سیاسي مسایلو سره اړیکه پخه شوه او غوښتل یې خپل ولس ته له دې لارې خدمت وکړي. ولسمل چې کله پوهنتون ته بریالی کېږي، نو په پوهنتون کې په سیاسي او ځینو ټولنیزو فعالیتونو لاس پورې کوي. دی یو وخت د محصلینو مشر ټاکل کېږي او محصلین د ده تر مشرۍ لاندې په تحصیلي نظامونو کې د اصلاحاتو د راتګ لپاره لاریونونه کوي. یو وخت د پوهنتون د هغه وخت د رییس پر ضد لاریون کوي. د وخت لومړی وزیر دې ته اړباسي چې له ولسمل سره وویني او دوی ترې د پوهنتون د رییس ګوښه کېدل غواړي. دی بریالی کېږي چې په منطقي دلایلو لومړی وزیر دې ته قانع کړي چې د پوهنتون رییس له دندې ګوښه کړي.

ده تل انقلابي فکر درلود. د همدې فکر د پاللو لپاره یې له ښاغلي حبیب الله رفیع صیب سره په ګډه په ۱۳۴۹ لمریز کال کې د افغان ملي جریدې په نامه اخبار خپروي. دوی چې کله د افغان ملي جریده جوړه کړه، نو حکومت هڅه کوله چې پر وړاندې یې اقدام وکړي. هغه مهال حکومت په پارلمان کې ځینو ژبنیو مسایلو ته لمن وهله. خو ولسمل د پښتو ژبې په دفاع او د وکیلانو د لارښوونې لپاره مطالب خپرول. د افغان ملي جریدې د یوې ګڼې په خپرېدو حکومت بندیز ولګاوه، خو ولسمل څو ګڼې په پټه له مطبعې ایستلې وې. اخبار مصادره شو، خو څو شمېرې یې د پارلمان د غړو تر ګوتو ورسېدې. وکیلان یې په سبا ملاتړ کوي او دفاع ترې کوي. د پارلمان ۱۱۸ غړي اخبار له ځان سره اخلي او د وخت شا ظاهرشاه ته ورځي. د همدې اخبار په وسیله د هغه وخت لومړی وزیر استعفا ته اړ کېږي او اخبار بېرته خپل چاپ شروع کوي.

افغان ملي جریده هغه وخت یوازینۍ ملي او پیاوړې جریده وه چې حکومت ترې ډارېده او کله کله به یې بندیزونه ورباندې لګول. دوی له پیاوړي موقفه کار کاوه او د ملي ګټو په دفاع کې یې قلم چلاوه.

د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال نوموړي ته حکومتي دنده ورکول کېږي. خو دی وایي، دی پوه شو چې په حکومت کې خلکو ته ډېر خدمت نه شي کولی، نو اړ دی چې بېرته د لیک او قلم ډګر ته را وګرځي. ولسمل له دندې استعفا ورکوي او د هغه وخت نورو اخبارونو ته لیکنې کوي. تر هغه وروسته د وخت د حکومت او ځینو چارواکو په اړه لیکنې کوي.

هاشم میوندوال، حبیب الله رفیع، عبدالرحمن پژواک، ګل پاچا الفت، سید شمس الدین مجروح، عبدالروف بینوا، صدیق روحي، استاد حبیبي او دې ته ورته مشهور او وتلي کسان هغه لیکوالان وو، چې د ولسمل اخبار ته یې لیکنې کولې. ولسمل وايي، دغو کسانو یې اخبار ته باور ورکړی و او خلکو هم ځکه لوست چې باوري او د قلم خاوندانو پکې لیکنې کولې.

بالاخره دغه مهم اخبار په ۱۳۵۲ لمریز کال کې د حکومت له لوري مصادره کېږي. پادشا او لومړي وزیر دواړو پر ولسمل فشار راوست چې خپل اخبار وتړي. له همدې وروسته کودتاه کېږي او د اخبار چاپ درېږي.

وروسته چې کله پاکستان ته ځي، نو هلته هم اخبار چاپوي. هڅه کوي چې پیاوړي کسان ورسره لیکوالان وي او پیاوړي کسان یې همکاري ولري. هلته افغان مجاهد اخبار چاپاوه، چې وروسته د پاکستان حکومت مصادره کړ. دا اخبار دوه کاله وچلېد. بیا یې مجاهد ولس چاپ کړ چې دری کاله خپور شو. خو بیا پاکستاني حکومت خپل خطر پکې ویني، نو اخبار بندوي، ولسمل بندي کوي او ده ته امر کوي چې په دوو ورځو کې له دغه هېواده ووځي. له دې ځایه د ملګرو ملتونو په مرسته ناروې هېواد ته ځي.

په ناروې کې هم ارام نه کېني. دی یوه خبري غونډه را غواړي. خبریالانو ته وايي، دی دلته د ځان خوندي کولو لپاره نه دی راغلی، بلکې غواړي هېواد یې د روسانو له یرغله خلاص کړي. ده ټینګار کاوه چې مدني حرکتونه تر سره کوي او غواړي خپل هېواد د روسانو له یرغله خلاص کړي. ده په ناروې کې د روسانو د سفارت په مخکې د مرګ تر ورځې پورې د اعتصاب ژمنه وکړه. ده وکیل ونیو او پوره پنځوس ورځې یې د روسیې د سفارت مخکې د نه خوړو اعتصاب وکړ. تر دې چې دی کوما ته ځي او روغتیايي کارکوونکي یې له سیمې بیايي.

محمد حسن ولسمل ډېر اثار لیکلي دي. لسګونه مقالې او لیکنې یې خپرې کړې دي. هغه د خپلو خاطراتو یو کتاب لیکلی دی چې په هغه کې یې د ټولو جهادي مشرانو او نورو سیاسیونو فعالیتونه او نیمګړتیاوې رابرسېره کړې دي. ولسمل د خپل کتاب په سریزه کې ویلي، ځينې کسان یې ژوند ته خطر پېښوي، ځکه په اړه یې سخت حقیقتونه په دې کتاب کې بیان کړي دي. ولسمل له جهادي مشرانو سره له نږدې اړیکې لرلې، خو هېڅ وخت له چا نه وېرېده او هر هغه څه یې لیکل او خلکو ته رسول چې حقیقت وو او ملي ګټې یې خوندي کولې. ولسمل دغه کتاب له پوره اسنادو سره خپور کړی دی. مهم او تاریخي انځورونه پکې چاپ شوي دي.

ولسمل وايي، دی یو وخت باوري و چې امریکا به افغانستان ورانوي. ده له ډېرو امریکایي چارواکو سره خبرې کړې وې او د دوی له خبرو ورته ښکاره شوه، چې امریکا له افغانستان سره رښتینې نه ده. ولسمل وايي، امریکا د افغانستان په ګټه نه ده، دی تر مرګې ورځې پر دې باور و، چې امریکایان د افغانستان جوړېدل نه غواړي او دلته یې د یوې خونړۍ او خطرناکې جګړې زړي کرلي دي.

ولسمل د موقت حکومت له راتګ سره سم په رسنیو او سیاسي بحثونو کې مطرح څېره وه. هغه تل په بحثونو او مرکو کې له ملي ګټو دفاع کوله. ده تل ملي دریځ نیوه او خلک یې له نامه او څېرې سره اشنا وو. ولسمل د خلکو او فرهنګي کړیو له درناوي برخمن و. هغه د یوه عادي افغان په څېر په کابل او جلال اباد کې ژوند کاوه او په کور کې یې تر ټولو ښه ملګري او همرازان هغه کتابونه وو، چې د عمر په اوږدو کې یې راټول کړي وو.

بالاخره د پښتون ولس دغه خدمتګار د تېرې یکشنبې په ورځ له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. هغه له دې نړۍ لاړ، خو افغان ځوانانو ته یې دا پیغام پرېښود چې تل باید له خپل فکر دفاع وکړي او پر خپل فکر ولاړ اوسي. د هغه نږدې خپلوان وایي، ښاغلی ولسمل له ناروغۍ کړې ده او له دې فاني نړۍ د تګ پر مهال ۸۲ کلن و.

ډېرو حکومتي چارواکو، فرهنګي شخصیتونو، ژورنالېستانو، قلموالو، فرهنګي ټولنو او نورو بنسټونو د ښاغلي ولسمل پر مړینه خپله خواشیني څرګنده کړه. ولسمشر هم په یوه پیغام کې د هغه مړینه ستره ضایعه بللې وه. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه پیغام کې ویلي وو، چې هېواد ته د ښاغلي ولسمل فعالیتونه د نه هېرېدو دي او د هغه مړینه د ادب، ژورنالېزم او سیاست ډګر ته ستره ضایعه ده.




t