د مس عینک، بوست او سپين غر لوبډلو لومړۍ پاڼۍ پای ته ورسېدې

د مس عینک، بوست او سپين غر لوبډلو لومړۍ پاڼۍ پای ته ورسېدې

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنيو سياليو په لړ کې نن درې لوبې په کابل، ننګرهار او کونړ کې پيل شوې.

 په کابل کې مس عینک زون د بند امير زون پر وړاندې لومړۍ پاڼۍ توپوهنه وکړه او ۱۷۸ منډې يې وکړې.

ننګرهار کې بيا بوست زون د امو زون پر وړاندې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۲ منډې وکړې او همدا راز په کونړ کې بيا سپين غر زون د کابل پر وړاندې ۲۵۳ منډې وکړې.

د مس عینک زون له خوا شاهد الله ۷۱ او احسان منګل ۴۴ منډې وکړې. د بوست زون له خوا بيا ناصر جمال ۵۳ منډې وکړې او همدا راز د سپين غر زون له خوا بيا شوکت زمان ۸۶، طارق ستانکزي ۵۵ او طاهر خان ۴۱ منډې وکړې.

په توپ اچوونه کې د بند امیر زون نجات مسعود، وقار سلامخېل او نصرت الله درې درې لوبغاړي وسوځول. د امو زون له خوا بیا زوهېب درې او ميروېس اشرف، جاوېد احمدي او عبدالله مزاري دوه دوه لوبغاړي وسوځول. همدا راز د کابل له خوا بيا نوين الحق او شفیق الله غفاري درې درې او فضل حق دوه لوبغاړي وسوځول.

همدا راز د ورځې تر پای پورې بند امير زون د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډې وکړې، امو زون د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۰ منډې وکړې او کابل لوبډلې د ۲ لوبغاړي په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې وکړې.

د امو زون عبدالمالک ۶۲ ، زاهد ذاخیل ۵۱ او د کابل لوبډلې فرحان زاخېل په ۷۰ او د بند امیر زون ضیا الحق په ۶۱ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي




تبصره وکړئ

avatar
t