هلمند کې د خپلواکۍ په وياړ د فوټبال سيالۍ پېل شوې

هلمند کې د خپلواکۍ په وياړ د فوټبال سيالۍ پېل شوې

دغه سيالي چې د لښکرګاه ښاروالۍ او يو شمير پانګوالو په همکارۍ د فوټبال فدراسيون لخوا په لاره اچول شوي، د پرانيستې مراسمو کې يې هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان، لښکرګاه ښاروال انجينر عصمت الله صمدي، د ولايت مقام مالي او اداري رئيس زاهد اتل او ګڼ شمير نورو د لوبو مينه والو هم ګډون درلود.

هلمند والي د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو سلمې کليزې په پار د فوټبال ټورنمينټ هرکلی وکړ او وې ويل، چې ځوانان بايد پدې ډول خوځښتونو سره راتلوونکي نسل ته د خپلو وياړونو پېغام پرېږدي.

هغه څرګنده کړه، چې د خپلواکۍ د سلمې کليزې لپاره خورا شانداره مراسم، بيلابيل پروګرامونه او چمتووالي شته، چې ټول ولس هم بايد ددغې ملي او وياړلې ورځې لپاره خپل واقعيي او ځواکمن احساسات څرګند کړي.



t