حسن روحاني: له امريکا سره خبرې کول غوره ګڼو

حسن روحاني: له امريکا سره خبرې کول غوره ګڼو

د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي دي، د ايران سره جګړه د ټولو جګړو مور ده او بدې پايلې لري.

هغه وايي، ايران غواړي له امريکا سره خبرې وکړي، خو په دې شرط چې امريکا به پرې شوي بنديزونه ليرې کوي.

د ایران ولسمشر، حسن روحاني نن پر دولتي ټلوېزیون په وینا کې وویل چې “له ایران سره سوله به د هرې سولې مور وي” خو “له ایران سره جګړه به د ټولو جګړو مور” وي.

هغه بیا هم د ایران او نړیوالو قدرتونو د اټمي موافقې دفاع وکړه.



t