عمران خان: د ایران او امریکا جنګ به بدې پایلې ولري

عمران خان: د ایران او امریکا جنګ به بدې پایلې ولري

د پاکستان صدراعظم عمران خان امریکا ته د سفر پر مهال له ایران سره د امریکا د احتمالي جګړو د بدو پایلو خبرداری ورکړی.

ایراني رسنیو د دغه مخکیني سفر تازه جزیات اوس خپاره کړي.

دوی وایي: عمران خان امریکایانو سره د ګډو ناستو پر مهال ویلي، چې ایراني شیعه ګان د شهادت غوښتنې سخت پلویان دي او که پر هېواد یې جګړه پيل شي، بدې پایلې به ولري.

پاکستاني صدراعظم دغه راز د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړتوب د هڅو ډاډ هم ورکړی.




t