کم خوب او د روغتیا لپاره یې ګواښ!

کم خوب او د روغتیا لپاره یې ګواښ!

بریالي انسانان ځانګړی مهالوېش لري، چې له مخې یې خپل ورځني کارونه تر سره کوي.

 په ژوند کې د مهالوېش درلودل مو ژوند منظموي او کولی شی هر څه ته په خپل وخت ورسېږی. خوب چې د انسان د روغتیا لپاره اړین بلل کېږي، که ګډوډ شي، هغه ده چې نور ورځني کارونه هم له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.

د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي، چې له شپږو ساعتونو کم خوب د هغو خلکو ژوند چې د وینې لوړ فشار لري، شکر او یا هم چاغ وي، د مرګ له ګواښ سره مخ کوي.

 دې څېړنې موندلې چې که دا کسان له شپږو ساعتونو څخه کم خوب وکړي، ۲.۱ ځلې زیات امکان لري چې د زړه له ناروغۍ څه مړه شي. دا څېړنه چې د امریکا د زړه ټولنې په ژورنال کې هم خپره شوې، پکې په ۱۳۴۴ کسانو څېړنه شوې. بل پلو دا هم ویل شوي چې له اته ساعته زیات خوب هم د روغتیا لپاره تاوان لري. ډاکتران له شپږو تر اتو ساعتونو د خوب سپارښتنه کوي.

ژباړه: احمد فرهاد




t