د هند د بهرنیو چارو مخکینۍ وزیره مړه شوه

د هند د بهرنیو چارو مخکینۍ وزیره مړه شوه

د هندوستان د بهرنیو چارو مخکینۍ وزیره سوشما سواراج د ۶۷ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

هعه له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۹ پورې د نریندار مودي د حکومت لوړپوړې چارواکې وه.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د هغې مړینه یوه لویه ضایع ګڼلې او هغه یې د هند د بهرني سیاست یو زرین باب ګڼلې ده.

د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو هم پر دې پېښې خواشیني ښودلې ده.



t