انګور مو له سرطان او الزایمر ناروغیو ژغوري

انګور مو له سرطان او الزایمر ناروغیو ژغوري

پر ډېرو ګټو سربېره، انګور وېټامین اې او وېټامین سي، معدني مواد لکه کلسیم، اوسپنه او پوتاشیم هم لري. دغه مواد د انسان د روغتیا لپاره اړین بلل کېږي. د انګورو له استعمال سره د ساه بندۍ ناروغي له منځه ځي، چې پر دې سربېره، د هډوکو په پیاوړي کولو کې هم خاص ارزښت او اهمیت لري. انګور کولی شي د انسان هډوکي پیاوړي او غښتلي کړي. په دغه میوه کې په زیاته اندازه انتي اکسیدان هم شته، چې انسان د لویو کولمو له ناروغۍ، سرطان، زړه ناروغۍ، عصبي ناروغیو او الزایمر له ناروغیو څخه ژغوري.

همدا راز په انګورو کې شته اوسپنه، مس (Copper) او مګنیزیم انسان د وینې له کمښت څخه ژغوري. انګور د ځینو ځانګړو خواصو په درلودلو سره د سرطان په څېر د خطرناکې ناروغۍ مخه هم نیسي، بدن د دې ناروغۍ پر وړاندې مقاومت پیدا کوي او د سرطان تولیدوونکې حجرې له منځه وړي. یوې څېړنې ثابته کړې چې په ورځني ډول انګور خوړل په ښځینه‌وو کې د سینې د سرطان مخه نیسي چې پر دې  سربېره، د سرطان له نورو ډېرو ډولونو څخه هم مخنیوی کوي.

ژباړه: احمد فرهاد



t