استرالیا ته د شارخ سفر؛ هلته به د ښه اداکارجایزه وکړل سي

استرالیا ته د شارخ سفر؛ هلته به د ښه اداکارجایزه وکړل سي

د بالیووډ نوموتي او تجربه کاره اداکار شارخ خان استرالیا ته لاړ، هندي رسنۍ وايي هغه د هندي فلمونو په یو فیسټوال کي د ګډون په موخه استرالیا ته ولاړ او وايي چی هغه ته به په فلمونو کي د ښه اداکارۍ په وجه د غوره اداکارجایزه هم ورکړل سي. یاد فیستوال ته د هندي سېنما زیاترو سېنمايي ستورو په ګډون ډایریکټران او پروډیوسران هم ورغلي دي.

هندوستان ټایمز په خپل یو راپور کي ویلي دي، چي د بالیووډ نوموتي سېنمايي ستوری شارخ خان یاد فیسټوال ته د مشر میلمه په توګه وربلل سوی دی او د یاد فیسټوال په جریان کي به د بالیووډ نوموتي سېنمايي ستوری شارخ خان د غوره اداکار په مشهوره جایزه ونازول سي.

شارخ

شارخ خان او کرن جوهر په ممبي هوايي ډګر کي استرالیا ته د سفر پر مهال

هندوستان ټایمزویلی دي چي د یاد نوموتي سېنمايي ستوری تر څنګ د بالیووډ تکړه اوباتجربه ډایریګټر کرن جوهر هم د ممبي په هوايي ډګرپه داسي حال کي لیدل سوی دی چی په یاد فیسټوال کي د ګډون په موخه روان و. د بالیووډ د یادو دوو مشهورو څیرو تر څنګ د بالیووډ نور دوه سېنمايي ستوري ارجون کپور اومالیکا ارورا هم په هوايي ډکر کي لیدل سوي دي.

د بالیووډ فلمونو فیسټوال هر وخت په جلا جلا مملکتونو کي جوړیږي چي د بالیووډ تر څنګ د نورو سېڼماګانو سېنمايي ستوری او کارکوونکي هم د میلمنو په توګه وربلل کېږي. پاته دي نه وي چي دا جایزه شارخ خان ته داسي مهال ورکول کېږي چي د هغه اخیرنۍ فلمونه ښه ونه چلیده اود ناکامۍ سره مخامخ سول.



بالیووډ فلمي نړۍ
t