د کابل لوبډلې توپ اچونکي نجات مسعود نن د خوست لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې د خوست لوبډلې ۷ لوبغاړي يې وسوځول او په دې سره د خوست ټوله لوبډله په ۸۶ منډو وسوځېده، همدا راز کابل ياد هدف پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو بشپړ او پايلوبې ته يې لار پیدا کړه.
د سيد جمال الدین افغان ايليټ کپ لومړۍ درجه (ګرېډ ون) يو ورځنيو ولايتي سياليو لومړۍ نيمه پايلوبه کې د خوست او کابل لوبډلو ترمنځ لوبه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې په پيل کې پچه د خوست لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د خوست ټوله لوبډله په ۲۷.۵ اورونو کې وسوځېدله او ۸۶ منډې يې وکړې چې له ډلې يې محمد هاشم ۲۱، نعمت خوشحال ۱۷ او شاهين ۱۱ منډې وکړې.
د کابل لوبډلې له لوري نجات مسعود ۷، نويد احمد ۲ او محمد اقبال يو لوبغاړی وسوځاوه.
د ۸۷ منډو هدف د کابل لوبډلې په ۱۶.۲ اورونو کې پرته د کوم لوبغاړي سوځېدو پوره کړ او پايلوبې ته يې لاره ومونده. د دوی له ډلې بلال ۵۵ ناسوځېدلې او شاکرالله ۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نجات مسعود ته ورکړل شوه، چې په نننۍ لوبه کې يې ۷ لوبغاړي سوځولي و.
د يادولو ده چې په روان سيد جمال الدین افغان ايليټ کپ لومړۍ درجه (ګرېډ ون) سياليو په يوه لوبه کې د يو توپ اچوونکي له خوا تر ټولو زياتې ۷ ويکټې دي چې نجات مسعود ترلاسه کړې.
همدارنګه باید وویل شي چې د دغو سیالیو پایلوبه د روانې اګست میاشتې په نهمه نېټه (جمعه ورځ) د کابل په نړیوال لوبغاي کې ترسره کېږي.