د هيواد روان امنيتي وضعيت څنګه ارزوی؟

د هيواد روان امنيتي وضعيت څنګه ارزوی؟

حاجي عطاجان حقبیان د زابل ولایتي شورا رئيس

له بده مرغه باید ووایم چي د افغانستان اوسنی حالت او وضعیت تر ټولو نازک او باریک حالت ته رسېدلی دی، چي پر همدې مهال نړیوال او عام افغانان د سولي د خبرو لپاره هلي ځلي کوي، ولي په دې منځ کي د جګړې ښکېل لوري غواړي، تر څو جګړه نوره هم خونړۍ کړي، ځکه نو روان بد حالت رامنځ ته سوی دی. زما په نظر، ځکه دا جګړه سخته سوې ده چي د جګړې ښکېلي غاړي کوښښ کوي، تر څو د ځان لپاره ځانګړی کرډیډت واخلي او بهرنیانو او نړیوالو ته وښيي چي دوی یو لوی قوت دي او په دې توګه غواړي څه کریډیټ تر لاسه کړي. اوسنی وضعیت تر ټولو خراب دی او په افغانستان کي يې ټول ولسونه په تشویش کي کړي. دا یوه سیاسي جګړه ده، په دې ډول جګړه کي هر څوک خپله ونډه زیاتوي او ځان ته کریډیټ اخلي. مهمه خبره دا ده چي د سولي په نوم اوس بهرنیانو هم طالبانو ته زیات وخت ورکړی، سیاسي مشروعیت یې ورکړ، تاسو وینئ چي اوس مهال ټول پوځي ماموریتونه افغان ځواکونه ترسره کوي او هغوی په ټولو برخو کي جنګېږي، بهرنیان څومره چي لازمه ده، مرسته نه کوي او دوی اوس یوازي د طالبانو پر محور راڅرخي، هغوی ته سیاسي کریډیت ورکوي او طالبان نړیوالو ته ځواکمن ښيي. تر ټولو لویه بدمرغي موږ باید پوه سو چي دا اوس افغانان سره جنګېږي، نو له ورایه مالومېږي چي دې جګړې ته بهرنیان لمن وهي. ملت باید ویښ او بیداره و اوسي، ځکه چي د دې جګړې خام مواد یوازي افغانان دي، چي سوځول کېږي، ملت باید په پوره ويښتیا له بهرنیو دسیسو څخه ځان وژغوري. د خراب وضعیت د کابو کولو لپاره د افغانانو لپاره تر ټولو غوره یووالی دی چي باید په خپلو منځونو کي يې وکړي او ټول په یوه ږغ د سولي لپاره کار وکړي.

جمیل وقار د لوی افغانستان تحریک مشر

په وروستیو میاشتو کي چي د طالبانو او امریکایانو مخامخ خبري پيل سوې، ورسره د هيواد په بېلابېلو برخو کي جګړې هم زور اخیستی. دواړه اړخونه په دې باور دي، چي د جګړې په میدان کي بریا یې د سولي په خبرو او راتلونکي مسایلو کي موقف ځواکمنوي. طالبان د دې تر څنګ چي له امریکايي اړخ سره د سولي په خبرو بوخت وو، د الفتح په نوم یې عملیات پیل کړل. عام ذهنیت او د دې ډلي د ملاتړو توقع دا وه، چي د نورو کلونو په پرتله به دا ډله سږ کال د جګړې په میدان کي لا زیاتي بریاوي ترلاسه کړي، خو ظاهراً داسي ښکاري، چي وسله وال طالبان که د جګړې په میدان کي مات سوي نه دي، بریا یې هم ترلاسه کړې نه ده. د سولي په خبرو کي د امریکايي اړخ جدیت، د حکومت نوې مسلکي رهبري، د افغان جګړې پر سر د دې ډلي په ملاتړو نړیوال فشارونه او د جګړې په وړاندي د عامه ذهنیت ورځ تر بلي کرکه هغه عوامل دي، چي د جګړې په ډګر کي د وسله والو طالبانو د زیاتو بریاوو مخه یې نیولې. که څه هم د سولي په خبرو کي د افغان حکومت په پرتله د دې ډلي موقف یو څه قوي دی، خو د نورو کلونو په پرتله د توقع خلاف په جګړه کي د پام وړ بریاوي له ځان سره نه لري او برعکس په تېرو څو میاشتو کي د هيواد په بېلابېلو سیمو کي ځپل سوي او یو شمېر ولسوالۍ یې هم له لاسه ورکړي دي. د قطر په وروستۍ بین الافغاني ناسته کي د رواني جګړې ټولو اړخونو د ملکي تلفاتو پر کموالي ټینګار وکړ، خو لا هم متاسفانه دا لړۍ درېدلي نه ده او په تېرو څو ورځو کي په ځانمرګو بریدونو، ماین چاودونو، بمبارونو او شپنیو چاپو کي ګڼ شمېر ملکي وګړي ټپیان او ووژل سول.

عتيق الله افغان يو تن خبريال

د هيواد امنيتي وضعيت ورځ تربلي ترينګلی کېږي، دا چي په روانه خونړۍ جګړه کي تر ډېره بريده افغان ولس زيانمنېږي، نو تر ټولو زيات هم ولس د دې پردۍ او تپل سوي جګړې ژر درېدو ته لېوال دی.

موږ په دې وروستيو کي د پلازمېني کابل په شمول په يو شمېر نور ولايتونه کي هم د خونړيو او مرګونو بريدونو شاهدان وو، چي تر ډېره يې زيان بېګناه افغانانو، معصومو ماشومانو او ښځو ته واوښت.

د جګړې ښکېلي غاړي يوازي او يوازي پوځي زور آزمويني ترسره کوي، خو دا نه ګوري، چي د دوی د جګړې اصلي زيان چا ته رسېږي او څوک پکي سوځېږي؟

افغان ولس د پاڼ او پړانګ تر منځ واقع دی، هم د مځکي لخوا ماينونه پرې چوي او هم له آسمانه بمونه پرې را اورېږي، ځکه خو مخالف او موافق دواړه ته بيرغ ښوروي.

که ښکېلي غاړي جګړه ونه دروي او سرتاسري اوربند ونه کړي، نو بېګناه ولسونه به مو همداسي د جګړې په اور کي سوځېږي او هيواد به مو کنډواله کېږي.

دغه راز که د هيواد پر آمنيتي طرحه له سره کار ونه سي او د دغي پاليسۍ نيمګړتياوي په ګوته او حللاري ورته ونه لټول سي، نو لېري نه ده، چي په راتلونکي کي به تر دې هم خونړي او مرګوني بريدونه ترسره کېږي.

ادریس صمیم سياسي فعال

په دې وروستيو کي د هيواد په ګوډ ګوډ کي د خونړېو پېښو شاهدان وو چي د کابل د وزير اکبر خان څخه شروع بيا يې تر هرات او بادغيس ولايتونو پوري تداوم پيدا کړ. په تېر څلورو مياشتو کي (۹۵۴) تنه ملکي وګړي تلف سوي دي. يوازي په ننګرهار ولايت کي په تېر څو ورځو کي پرله پسې چاودني وسوې. همدارنګه هدفي وژني د تېرو څو مياشتو راهيسي جريان لري . په ښارونو کي جنایي پېښي او ټارګیټي وژني تر حد اوښتي، علت يې هم د امنيتي ځواکونو په رهبرۍ کي ناسم بدلون او ناکاره افراد د حکومت لخوا ګومارل په کليدي پوسټونو کي او په امنيتي ادارو کي د فساد کچه زياتوالی دی. د حکومت او بهرني ځواکونو لخوا په ملکي افرادو ړندې بمبارۍ چي دا هم د هيواد پر امنيتي وضعيت په پوره ډول منفي اغېزې لري. که د کابل، کندهار، بادغيس، غزني، هرات، ننګرهار او نورو ولايتونو وروستيو پېښو ته وګورو، نو ويلای سو چي افغان حکومت هيڅ د سولي لپاره کومه اراده نه لري، حکومت د سولي خبري سبو تاژ کوي او سوله نه غواړي. که د سولي پروسه مخکي د ټاکنو راسي بیا د افغان حکومت د رهبرۍ څخه د دولت ماشين له لاسه وزي او په ټاکنو کي د بریالیتوب چانس یې صفر ته کښته کېږي. څه موده وړاندي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي وه چي افغانستان د تروريستانو لپاره د هاروارډ پوهنتون حيثيت پيدا کړی. همدارنګه د دې تر څنګ څو ورځي وړاندي د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي وه که د طالبانو سره سوله هم وسي نو دا په افغانستان کي د جنګ د پای ته رسېدو په مانا نه ده، ځکه چي داعش ډلي مخ په زياتېدو دي .‎

ثناءالله مخلص سياسي کارپوه

بدبختانه په دې وروستیو کي که له یوې خوا د سولي خبري ګرمي رواني دي، له بلي خوا بیا د جنګ میدان ګرم دی.

په داسي حساس وخت کي باید د جنګ میدان ډېر نرم وای، تر څو هم په فزیکي لحاظ او هم په ذهني لحاظ وضعيت ټول سولي ته اماده سوی وای.

د هیواد د امنیتي چارو په کنټرول کي که له یوې خوا حکومت پاته راغلی، له بلي خوا د سیمي او نړۍ استخبارات عملا کوښښ کوي، چي زموږ د خلکو امنیت خوندي و نه اوسي، تر څو خلک ذهنا او فزیکي ناارامه واوسي.

بله ډېره خواشینوونکې بیا دا هم ده، چي تر ټولو ډېر ملکي وګړي، په نښه کېږي، چي د بېګناه انسان د ژوند اخيستل هم د اسلامي او هم د نړیوالو جګړيیزو قوانینو خلاف کار دی. زه یې په سختو الفاظو غندنه او د عاملینو د سزا غوښتونکی یم.

ولس باید ویښ واوسي، هغوی چي د سولي خلاف دي، هغه زموږ د بېګناه شهیدانو قاتلین دي او باید حساب ورسره وسي.

هدف دا چي له تېرو اتلسو کلونو راهیسي د افغانستان خلک په سختو ناامنیو کي ژوند کوي، د ژوند له بېلابېلو کړاونو څخه ورهاخوا له سختو امنیتي ننګونو سره هم مخ دي، دا چي د سولي حساس پړاوونه دي، موږ هم امیدواره یو، چي افغانستان ته تلپاتې او یوه دایمي سوله راسي او دلته د جنګ کرغېړنه لمن نوره ټوله سي.

هغه وخت به موږ د ډاډمن امنیت خاوندان واوسو، کوم وخت چي سوله راسي او په ګډه یو ښایسته دولت جوړ او مسلکي نظامي ځواک ولرو، چي هم په کوردننه او هم د کور دباندي دښمن ته غاښ ماتوونکی جواب ورکړي.

حاجي دورمحمد قیام د زابل ولایتي شورا غړی

له بده مرغه باید ووایم چي هيواد په ډېر بد حالت کي کرار لري او زموږ ارزونه دا ده چي اوس مهال افغانستان په ناسم امنیتي حالت کي دی، ځکه چي روان امنیتي وضعیت په ټول هيواد کي د اندېښنې وړ دی. په ښاري سیمو او لېري پرتو ولسوالیو کي د جګړې دوام خلک بې کوره کړي، وژلي او له یو شمېر نورو ستونزو سره يې مخ کړي دي، د هيواد روان امنیتي وضعیت تر پخوا خراب سوی او عام خلک فکر کوي چي د سولي په نوم روانه پروسه به هم ناکامه سي او له بله پلوه دا هم ښه خبره نه ده چي خلک رواني جګړې او ناسم وضعیت پر سوله هم بې باوره کړي دي. زه خپله د زابل له ادرسه اندېښنه لرم او مرکزي دولت باید د حالت په کابو کولو کي زیاتي هلي ځلي وکړي او د خلکو اندېښنو ته مثبت ځواب ووايي، تر څو د خلکو باور بیرته پر دولت پیدا سي. روان خراب حالت که چېري کابو نه سي دولت سمه پاملرنه ونه کړي، نو ښايي د جګړې لمن د ولایتونو تر مرکزونو راورسېږي. راځئ چي په ګډه د حالت په کابو کولو او ښه کولو کي مرسته وکړو، ځکه دا زموږ هيواد دی.


ټاټوبی او خلک
t