د افغانستان مخابراتي او ټکنالوژيکي خدمات څومره معياري دي؟

د افغانستان مخابراتي او ټکنالوژيکي خدمات څومره معياري دي؟

عزت الله اریال يو تن مدني فعال

په نننۍ نړۍ کي مخابرات او معلوماتي ټکنالوژي د انسانانو د ژوند یو نه جلاکېدونکې برخه ګرځېدلې او همدا مخابراتي او تکنالوژي خدمات دي چي د یوه هیواد او سیمي وګړي د بل هیواد، سیمي، بلکي د ټولي نړۍ سره په سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي برخو کي نښلوي. یعني که په لنډ ډول ووایو، که چېري په کوم هیواد کي دغه خدمات شتون ونه لري، هغه د اوسني عصر او نړۍ هیوادونو نه سي شمېرل کېدلای. نو هر چیري چي دغه مخابراتي او ټکنالوژيکي خدمات معیاري، منظم او آسانه دلاسرسي وړ وي، وګړي يې ورڅخه په استفاده کولو ځان د ډېرو اسانتیا برخمن کړي وي او په هره برخه کي يې زیاتي ستونزي حل کړي وي، خو زموږ هیواد افغانستان! متاسفانه چي دلته د نورو برخو د خدماتو سره سره مو مخابراتي او تکنالوژيکي خدمات هم د یو عالم ستونزو سره مخ دي، که څه هم تقریبا اويا سلنه وګړي د تلیفون، انټرنیټ او نورو مخابراتي خدمتونو نه استفاده کوي، خو بیا هم یوه شبکه نه ده توانېدلې چي په ټول هیواد کي منظم، معیاري، په لوړ کیفیت او ټیټ قیمت خدمات ولس ته وړاندي کړي، مخابراتي شبکو یوازي د ولس شکولو ته مخه کړې او د مخابراتي خدماتو پر ځای يې مخابراتي غلاوي شروع کړي. په داسي حال کي چي په اوسني عصر کي د ډېرو امکاناتو د شتون سره سره موږ د ډېر څه نه بې برخي یو. هر کس د مخابراتي شبکو د لوړ قیمت او ټیټ کیفیت له امله د دوو یا درېیو شبکو سیمکارټونه د ځان سره ګرځوي، انټرنیټ او د ږغیزو اړیکو ټیټ سرعت او کیفیت خو په ښاري سیمو کي لا خلک پر نفس راولي، ولسوالۍ او کلي خو په زیاتو ولایتونو کي بېخي د مخابراتي خدمتونو محروم دي. د دولت او مخابراتو وزارت څخه مو هیله دا ده چي نور بیده پاته نه سي، په دې برخه کي د ولس ستونزي حل کړي، ږغ دي يې واوري، که نور نه وي مخابراتي شبکې دي مجبور او مکلف کړي چي د خپلو خدماتو کیفيت لوړ او قیمتونه راټیټ کړي او همدارنګه د ولس د خطاایستلو او شکولو څخه دي لاس واخلي او هغه سیمي چي د دغه نعمته محرومي دي د هوا د لاري دي ورته لاسرسي وکړي او تر پوښښ لاندي دي يې راولي. او د لسو مخابراتي غلو پر ځای دي، یوه شبکه خو د مخابراتي خدماتو شبکې ته د فعالیت اجازه وکړي او ولس څخه مو هیله دا ده چي په دې برخه کي خپل ږغ یو کړي او تر مسؤلینو يې ورسوي، تر څو په دې برخه کي د اړتیا وړ اصلاحات رامنځ ته سي او د غوره کیفیت او ټیټ قیمت مخابراتي خدماتو په وسیله به موږ په اساني سره د نړۍ سره وصل سو.

وکيل احمد بارکزی – خبريال

د افغانستان مخابراتي او ټکنالوژيکي خدمات خوندي او معياري نه دي، د سږنيو آرقامو له مخي، که څه هم د هيواد ۱۷.۶ سلنه وګړي، چي تر ۶.۵ ميليونه زيات کسان کېږي، انټرنيټي آسانتياوو ته لاسرسی لري، خو دغه لاسرسی تر ډېره بريده په يو شمېر سيمو کي محدود او ټکنی دی.

اوسمهال په هيواد کي ټولټال ۶ مخابراتي شبکې (افغان بسيم، روشن، اتصالات، ام ټي ان، افغان ټيليکم، سلام) او ګڼي نوري انټرنيټي شبکې فعاليت کوي، چي شاوخوا ۳۲ ميليونه کسانو ته مخابراتي او انټرنيټي خدمات وړاندي کوي.

د هيواد مخابراتي او ټکنالوژيکي پوښښ هيوادوالو ته د آسانتياوو تر څنګ يو شمېر ستونزي هم زېږولي دي، چي د مخابراتي شبکو له لوري بې درکه کريډيټ کارت ګرځول، په لېري پرتو او ناامنو سيمو کي د دغو شبکو محدود او ټکنی فعاليت، د انټرنيټ لوړي بيي، په ځينو مواردو کي وسله والو مخالفينو ته باج ورکول، له ټولنيزو رسنيو څخه ناوړه استفاده او پکي د جعلي پاڼو ډېرېدل او له دې لاري خلک تهديد او تحقيرول هغه څه دي، چي ولس يې د ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړی دی.

سږني آرقام ښيي، چي د نورو برخو تر څنګ يوازي د ۱۰ سلنه وضع سوي مخابراتي ماليې له لاري نږدې ۲۵۴ ميليونه افغانۍ عوايد راټول سوي، خو د مخابراتي او انټرنيټي شبکو پوښښ لا هم محدود، ټکنی او بې کيفيته دی.

افغانستان لا تر اوسه د ټيټ کيفيت ۴G انټرنيټي خدماتو څخه استفاده کوي، کله ناکله خو بېخي ۳G ته بدلون مومي. حال دا چي نړۍ اوس له ۵G چټکو انټرنيټي اسانتياوو څخه ګټه اخلي او د ۶G لا چټکو انټرنيټي خدماتو د چمتو کولو په هڅه کي ده، دغه راز د هيواد په پلازمېنه کابل کي داسي سيمي سته، چي هيڅ مخابراتي او انټرنيټي پوښښ نه دی ورکړل سوی، لېري پرتې سيمي او ولايتونه خو څه کوې!.

عبدالغفار هوتک د کندهار پوهنتون استاد

لکه څرنګه چي اوس بهتره معلومه سوې، چي نړۍ د چټکي ودي په حال کي ده او د وخت ارزښت تر ډېره پېژندل سوی او لا هم په دې اړوند د خلکو ذهنیتونه اګاهي ترلاسه کوي. دا پرمختګ د مختفلو ادرسونو څخه راشروع سوی او ورځ تر بلي یې د ګړندي کېدو لپاره هلي ځلي رواني دي. د دې پرمختګ زیات سرعت د یو مهمترین عامل (ټیکانالوژي) په مرسته رامنځ ته کېږی. د مثال په ډول، د علمي پرمختګ لپاره زیات علمي برنامې او پروګرامونه جوړ سوي او د نړۍ په هر کونج کي د انټرنیټ په مرسته ورته لاسرسی کېږي، چي په دې سره هیوادونه کوښښ کوي، تر څو خپل ژبه، کلتور، اقتصادي برنامې او تولیداتي اشتهارات تر نوري نړۍ ورسوي. ټیکنالوژي اوس د بشر د ژوند مهم اړخ نیولی او د ژوند ټولو ضرورتونوته یې چټکي حللاري لټولي. ټرانسپورټي، روغتیایي، تجارتي، علمي، امنیتي، کلتوري او نورو زیات خدمات یې تر ډېره اسانه او د لاسرسی وړګرځولي، خو متاسفانه افغانستان چي اوس د نړۍ په سترګه د چټک خدماتو د ترلاسه کونکو هیوادونه په لیست کي دی، بیا هم د ټکنالوژیکي خدماتو اړوند زیات شاته پاتي دی او د اړوندي ادارې کارونه پڅ او بې بریښه دي. کوم کار چي په نورو هیوادونو کي دقیقې نیسي، بدبختانه په افغانستان کي میاشتي، حتا کال وخت نیسي چي یو مثال یې ټاکني یادولای سو. هندوستان چي ۲۱۰۰ میليونه نفوس لرونکی هیواد دی د ټکنالوژي په مرسته یې په دوو ورځو کي بریالي انتخابات ترسره کړل، خو په افغانستان کي انتخاباتي نتیجې د یو کلن ځنډ وروسته اعلان سوې، چي یو علت یې د تکنالوژي څخه نه استفاده کول وه. د نړۍ پرمختللي هیوادونه د ټکنالوژي په مرسته د خپل هیواد امنیتي حالات کنټرولوي، خو موږ چي د نړۍ تر هر هیواد زیاتي ستونزي لرو، لا هم د دې ګټي څه بې برخي یو. همدارنګه د ټکنالوژي بل مهم اړخ (انټرنیټ) چي اوس یې شتون په ټول نړۍ کی زیات مهم او ضروري سوی دی، مګر په تاسف سره دلته په افغانستان کي د زیاتو ستونزو سره مل دی. انټرنیټ چي اوس یې د بشر د ژوند مهم اړخ نیولی او تر ډېره یې کارونه چټک کړي، چي اوس یې شتون ډېر محسوسېږی. د نړۍ زیاتو هیوادونو انټرنیت د خپل هیواد یو مهم جز بللی او ورځ تر بلي یې د پرمختګ لپاره هڅي کوي، خو په افغانستان کي که څه هم انټرنیټ د تېرو اوولسو (۱۷) کلونو څخه فعالیت شروع کړی دی، ولي بیا هم خدمات یې ټکني او استعمالوونکي یې شکایت کوي. نسبتاً ګاونډیو هیوادونو ته زموږ انټرنیټي خدمات ډېر ټیټ، خو قیمتونه یې ډېر لوړ دي. د مثال په ډول په هندوستان کي د ۵۰۰ هندي کالدارو په قیمت د یوې میاشتي لپاره درته هره ورځ ۳GB انټرنیټ د ۴G سرعت سره، نامحدوده تلیفوني اړیکي، نامحدوده پیغامونه درکوي، په پاکستان کي د درې جي بي انټرنیټ د ۶۰ افغانیو مادل دی چي د افغانستان د انټرنیټي او مکالماتي بیو په نسبت یې قیمتونه څو چنده لږ او انټرنیټي سرعت یې تېز دی. په آخر کي باید ووایم چي ټکنالوژي زموږ د هیواد په پرمختګ کي مهم او اساسي رول لوبولای سي او په مرسته یې کولای سو چي د نړۍ د سترو هیوادنو سره ژر سیالان واوسو، هیله لرم زموږ د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت یې د پرمختګ لپاره چټک ګامونه واخلي او د خلکو ستونزو ته دي پر وخت رسېدګي وکړي.

عبدالتواب خپلواک يو تن محصل

نن سبا د معاصري نړۍ ټوله توجه او اولیت ټکنالوژۍ ته ده، په نړۍ کي درې لوی بدلونونه راغلي دي (صنعتي انقلابونه) څلورم لوی بدلونونه، یا انقلابونه د ټکنالوژۍ د نړۍ څخه دي چي تر ډېره پکي مصنوعي ځیراکت ته پام اوښتی او د هغه لپاره کار کېږي، دا چي موږ په ټولو مواردو کي د معاصري نړۍ د پرمختګونو او تمدنونو څخه سلګونه کلونه پاته یو، همداسي په ټکنالوژۍ کي هم پاته یو، خو له نېکمرغه تېرو شاوخوا ۱۸ کلنو کښي موږ هغه مزل طی کړ، کوم چي نورو هیوادونو په لسګونو کلونو وهلی و، خو لا هم د نورو سره د برابرۍ په پار موږ ډېر شاته یو. د مخابراتي ټکنالوژۍ په برخه کي موږ تقریباً منځني حالت کي یو، د همسایه هیوادونو سره تقریباً په ځینو برخو کي ورته خدمات لرو، ولي په ټولیز ډول د قناعت وړ نه دي، دا سمه ده چي په تېرو ۱۸ کلنو کي موږ په مخابراتي ډګر کي د ډېرو کلنو مزل وکړ، ولي څومره کار چي باید سوی وای ونه سو، عمده سببونه یې فساد، د مسلکي کادرونو نه شتون او امنیتي ستونزي دي. همدا درې ستونزي تر اوسه هم سته، همدا پرون مي خبرونه لوستل چي یو پکي د مخابراتو وزارت د پخواني وزیر د محاکمې څخه د برئت اخیستلو و، چي د بنده آزاد سو. حال دا چي نوموړی په لسګونه میلیونو افغانیو په فساد او وظیفوي غفلت تورن و. همدا اوس د هیواد په ډېرو سیمو کي مخابراتي اړیکو خدمات نسته. حال دا چي دا د ټکنالوژۍ په برخه کي اساسي او لومړني خدمات دي، ولي نسته او همدا ډول د هیواد په ډېرو سیمو کي مخابراتي خدمات په نوم دي، د ورځي ځيني ساعتونه کار کوي او ځیني ساعتونه بیا کار نه کوي او همدا ډول کار یې په نوم کار دی، آواز سم نه لېږدول کېږي، اړیکي په سم ډول نه وصلېږي، تر دې چي دا ستونزي د ولایتونو په مرکزونو کي دي، ولسوالۍ او لېري سیمي خو لا هلته پرېږده. همدا ډول د قيمتونو په اړه ستونزي سته، نسبت همسایه هیوادونو ته د اړیکي نیولو او انټرنیټي خدمتونو قيمتونه ګران دي. د مخابراتو وزارت د قیمتونو د ټیټوالي وايي، ولي بدبختانه تر اوسه د قيمتونو واضح ریښتنی ټیټوالی او د خدمتونو د سموالي څرک نسته. هیله ده چي مخابراتو وزارت او اړوند ادارې د مخابراتي ټکنالوژۍ د خدمتونو د قيمتونو په ټيټوالي، د خدمتونو په پراختیا، ښه کېدا او لا معاصر کېدو لپاره په رښتني ډول خپل مسؤلیت اداء کړي او هیواد مو د نورو هیوادنو سره سیال او خلک مو هوسا کړي.

سعیدالله سجاد د اراکوزيا پوهنتون د انجنيري پوهنځۍ رئيس

ټکنالوژي په نړۍ کي د پرمختګ په حال کي ده، افغانستان هم د ټکنالوژۍ په برخه کي تر يوې اندازې ځان رسولی دی او پرمختګ کوي، خو لا هم مشکلات لري او د پرمختګ لپاره يې خنډونه موجود دي. د افغانستان ټکنالوژي په ډېر سرعت سره مخکي روانه ده، لوی خنډونه يې چي د مخابراتي او ټکنالوژيکي خدماتو په وړاندي دي، هغه امنيتي مشکلات دي چي نه پرېږدي چي مخابراتي خدماتو ته زمينه برابره سي او پرمختګ وکړي، د بېلګي په ډول هغه انتنونه چي د مخابراتي خدماتو لپاره کارول کېږي د افغانستان په اکثره ځايونو کي د مخالفينو له لاسه غورځېدلي دي او يا هم شتون لري، مګر له کاره لوېدلي دي. اوس که راسو هغه ستونزو ته چي د عامو خلکو په ګمان مخابراتي شرکتونه يې د خلکو لپاره ايجادوي، د خبرو، پيغامونو او د انټرنيټ بنډولونه دي چي په لوړه بيه په عامه خلکو پلورل کېږي او مخابراتي شرکتونه ډېره ګټه پرې اچوي، تر څو خپل عوايد له دې لاري زيات کړي. زما په اند، د افغانستان د مخابراتي او ټکنالوژيکي خدماتو ډېره لويه ستونزه دا ده چي بيه يې لوړه او کيفيت يې ټيټ دی. د انټرنيټ بنډلونه يې تش په نوم ۱GB، ۲GB، ۳GB…  دي، مګر ډېر لږ کار ترې اخيستل کېږي او هغه برخه چي کار کوي، د هغه هم کاروونکي د ډېرو ستونزو سره مخ وي. یعنې سم کار نه کوي، د انټرنيټ څخه په پوره او کامل ډول کار نه سي اخيستلای. ډېر وخت کاروونکي د انټرنيټ له کاروني څخه نااميده سي، مګر بيا مجبوره سي چي کار ترې واخلي. زموږ د کاروونکو ستونزي ته که ځير سو، اکثره کاروونکي د انټرنيټ په سم استعمال نه پوهېږي، يا يې د پوهي کچه کمه ده او په دې نه پوهېږي چي په کومه برخه کي او څنګه د انټرنيټ څخه ګټه واخلي… ډېری ځوانان مو انټرنيټ يوازي د ټولنيزو شبکو لپاره استعمالوي، فقط او فقط ساعت پرې تېروي، د دې لپاره يې نه استعمالوي چي د خپل راتلونکي ژوند لپاره ترې ګټه واخلي… زه د خپل ژوند يو خاطره دلته لیکم او هغه دا چي زه تر اوسه د کمپيوټر د زده کړي لپاره کوم سنټر ته نه يم تللی. تر اوسه د کمپيوټر په اړه د زیاتو ستونزو سره مخ سوی يم، مګر په بشپړ ډول مي له انټرنيټ څخه په استفاده خپله ستونزه حل کړې او زيات وخت په يوټيوب کي د کمپيوټر د زده کړي په اړه ويډيوګاني ګورم او خپل مشکلات حلوم. له انټرنيټ څخه مي د ټکنالوژۍ په اړه زياته زده کړه کړې. نورو ځوانانو ته هم دا توصيه کوم چي له انټرنيټ څخه په همدې ډول ګټه واخلي او له بې ځايه ساعت تېرۍ څخه ځان وساتي.

عبدالقیوم عاجر خبریال

د دې دولت په رامنځ ته کېدو سره افغانستان د مخابراتو په برخه کي د پام وړ پرمختګ وکړ، کوښښ وسو، تر څو زياته پانګونه پرې وسي او په دې برخه کي زيات شمېر شرکتونه هم جوړ سول. دوی یوازي کوښښ وکړ، تر څو د ټکنالوژۍ په برخه کي سوداګري وکړي او پيسې پيدا کړي، خو هيڅ ډول کيفيت ته يې پاملرنه ونه کړه، چي له بده مرغه دا لړۍ اوس هم دوام لري. دا ښه خبره ده چي دوی مخابراتي او ټکنالوژيکي برخه کي پانګونه کړې، خو هيڅ کله يې خدماتو او کيفيت ته پاملرنه نه ده کړې او دا د تايد وړ نه ده. اوس چي دوی کوم خدمات خلکو ته وړاندي کوي، د تايد وړ نه دي. په نوره نړۍ او خپله د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کي ږغيزي او انټرنيټي بستې ارزانه او باکيفيته دي، خو د لته هر څه برعکس دي، قيمتونه لوړ او خدمات بې کيفيته چي خلک ورسره له زياتو ستونزو سره مخ دي، دوی غوښتنه کوي چي په ورځني ژوند کي تېز او وړيا انټرنيټ ولري، خو په افغانستان کي دا زمينه نه ده مساعده.


ټاټوبی او خلک
t