ملت بايد څنګه اشخاصو ته رايه ورکړي؟

ملت بايد څنګه اشخاصو ته رايه ورکړي؟

عبدالستار ستوری د چارو شنونکي

د نړۍ اکثره مليتونو ته خپل اساسي قانون آمر کوي، چي د خپل ځان، خاوري او راتلونکي لپاره داسي يو زعيم وټاکي چي په اينده کي د دوي سره سمه ګزاره وکړي. مليتونو پر انتخاب معلومېږي، ژوندي، فعال، هوښيار او ځيرک ملت د ځان لپاره هيڅ رنګ، ټبر او د پيسو قدرت په فهم کي نه نيسي. د هغه چا صندوق ته رايه ورغورځوي چي سبا ته يې راتلونکي په خطر کي ونه لوېږي. د ملت هر انسان لومړي بايد د ټولو ارزښتونو دمخه په دې وپوهېږي چي زما د يوې رايي قيمت هيڅ زر او زور نه سي راکولاي. رايه د ايمان او وجدان په ترازو تلل کېږي. رايه پلورونکي د ايمان او وجدان د پلورنکي په مانا دي. د يوه شخص په انتخاب کي دا مهمه ده چي لومړي بايد د هغه کورني بيګراونډ مطالعه سي. که په کور کي سم وختۍ، بيا د همسايه او مسجدوال سره په ګزاره کي ښه معلومېږي. په درېيم وار يې د ژوند او وظيفې په ساحه کي وڅېړه، که يې غفلت کړي و، د بيت المال، غصب او رشوت په پيسو يې مال او دارايي ډېره کړې وه، بيانو د داسي سړي څخه ګيله نسته، ځکه سبا ته تا هم خرڅوي او ستا د فارغه سوي لايقه بچي تحصيلي برس هم او که سړي سم وختۍ ستا د ملي ارزښتونو او نوامسو يې خيال ساتي، بيانو درباندي فرض ده چي ډېري رايي ورته راټولي کړې او د نوموړي د صداقت او ايماندارۍ په کيسو نور هم خبر کړې. پارلماني ټاکني خو مو تېري کړې، هغه موږ او تاسو وليدې چي څنګه انتخاب مو کړي. د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره هم خداي حاضر او ناظر کړئ! خپل مکلفيت او مسؤليت مو ښه په دقت سره احساس کړئ. اول يې ښه وګورئ وروسته په پسې سئ.

عبدالحکيم الفت  مدني فعال

ملت بايد هغه چا ته رايه ورکړي چي په تېرو بدبختيو کي يې لاسونه د ملت په وينو رنګ نه وي او هغه چا ته چي د هغه فاميل په افغانستان کي اوسېږي، هغه کانديد ته چي د افغانانو په څلويښت کلن درد خبر وي، موږ بايد هغه چا ته رايه ورکړو چي د افغانانو او افغانستان په ګټه وي او د مظلومو افغانانو ږغ واوري، هغه شخص ته بايد رايه ورکړو چي موږ ته دايمي سوله راولي او په ايمانداري کار وکړي او افغانستان ته ژمن وي. افغانانو دا ځل هو ښيار واوسئ د خلکو په وعدو مه تېروزي او خپله رايه بې ځايه او د پيسو، قوم او روابتو په خاطر استعمال نه کړئ، ځکه ستاسي يوه رايه د افغانانو سرنوشت معلوموي. د افغانستان بېچاره ولسه! موږ او تاسو ته بهتر ه معلومه ده، چي په تېرو څو ځلو انتخاباتو کي ښه تجربه لرو، د خپلي تجربې پر اساس، وړ او استعداد لرونکي کس ته خپله پاکه رايه ورکړئ او افغانانو کوښښ وکړئ، چي په انتخاباتو کي ګډون وکړي، تر څو په خپله رايه خپل جمهور رئيس وټاکي، ځکه دا ستاسو حق دي او په انتخاب کي ډېر دقت وکړئ.

لعل محمد صفا ځوان فعال

دا چي انتخابات يوه ډيموکراټيکه پروسه ده او په اوسني نړۍ کي د مشرۍ د ټاکلو لپاره دا پروسه اړينه ده، نو افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دی چي نوې يې د ډيموکراسۍ تمثيل پيل کړی. نو همدا وجه ده چي افغانان تر اوسه د رايي په واقعي ارزښت نه دي پوهيدلي او اکثر وختونه د سمتي او يا هم قومي کړيو په توسط خپله رايه استعمالوي او د هغوی د افکارو تر تاثير لاندي راځي. له بله پلوه، زموږ سياسيون هم د نړيوالو په څېر سياست ته نه وردانګي، بلکي د قومونو په نوم غواړي ځان اقتدار ته ورسوي او بيا خپل سياست پرې وکړي. نو دا چي اوسمهال تر ډېره ځوان قشر تحصيل يافته سوی، نو لازمه ده د تېرو تجاربو څخه پند واخلو او دا ځل داسي پرېکړه وکړو چي خپل راتلونکی هم تظمين کړو او هم اينده نسل ته ملامت نه يو. دا ځل د نوماندانو د برنامو او تېرو کړونو او د هغوی سياستونو ته په کتو پرېکړه وکړو، ځکه تمرکز پر ځوانانو کوم چي د تکنالوژي په نړۍ کي همدا ځوانان ښه بلد دي، نو د نوماندانو د کمپاين د مطبوعاتو لويه برخه همدا ځوانان دي. همدا ځوانان دي چي کولای سي د ملت فکر ته تغير ورکړي او له يوه لوري يې بل لوري ته نوي درجې تغير کړي. نو بنا دا چي د ځوانانو رول په انتخاباتو کي مهم سو، اوس لازمه دا ده چي همدا ځوانان د مادياتو او شخصي اړيکو له مخي نه، بلکي د ملت د هوسايني او بقاء لپاره خپل په تصميم کي دقيق واوسي، تېر تاريخ مطالعه کړي، اينده ته د قوي عظم سره د وطن د پرمختګ په اساس، خپل واقعي رسالت ادا کړي. ملت ته پکار ده چي د نوماندانو په غوړو وعدو ځان خطا نه باسي، بلکي د واقعي او حقيقي برنامو په اساس، خپله مقدسه رايه د وړ اشخاصو لپاره استعمال کړي او له انتخاباتو څخه وروسته خپل پر تصميم پښېمانه نه سي، ځکه څو ځله افغانان له همداسي برخليک سره مخ سوي چي تر انتخاباتو وروسته يا يې په رايه سياسي معامله سوې او يا هم د سياسيونو په انتخاب پښېمانه سوي او اينده ته مايوسه سوي، ځکه په دي مسئله کي درې سره طرفينو په واقعي ډول ځپل مسؤليت نه دی ادا کړی چي هغه نړيوال ټولنه، حکومت او ملت دي. که نړيواله ټولنه همکاري وکړي، حکومت رڼو ټاکنونو ته ژمن وي او ملت خپل تصميم د ملت د بقاء او هسايني لپاره ونيسي، نو موږ به هم يو پرمختللی اومترقي هيواد ولرو او له خپلو سيالانو سره به مو واقعي سيالي کړې وي. دا چي د حکومت په جوړښت کي دي لومړی تصميم غلط واوسي، نو د حکومت ټوله دوره به په تحملي ډول درباندي تېرېږي او هم به اينده نسل ته ميراثي حکومت پاته وي. نو موږ ټول ملت بايد په درست فکر او حقيقي ډول تصميم ونسو، تر څو باثباته او مترقي هيواد ولرو.

محمد هوتک ټولنيز فعال

څرنګه چي موږ د ولسواکه نظام سره تر يو حده بلدتيا هم لرو او په ټاکنو کي د خلکو د ونډي اخيستو لپاره هم پوره هڅي وسوې او هم جريان لري، مګر بدبختانه چي لا هم زموږ اقليت وګړي په ټاکنو کي ګډون نه کوي او کوم کسان چي په ټاکنو کي ګډون کوي، اکثريت يې قوميت او سيمه ييز توپيرونه په نظر کي نيسي. همدا يې علت وي چي اکثر داسي اشخاص پر سر د اقتدار راولي چي د کامياب کېدو په صورت کي د هغه بغير له خپل ځان او شخصي ګټو بل هيڅ په فکر کي نه وي او د خپل شعار معکوس اعمال ترسره کوي. که وګورو، زموږ د ولسواکه( ټاکنيز) نظام دوه لسيزي وسوې، خو زموږ د ټولني په مشکلاتو او ستونزو کي لا هم کوم بدلون نه ښکاري، اوس نو په زغرده ويلای سو چي خلکو خپلي رايي د اهليت په وړاندي نه دي کارولي. بل پلو، دلته بې سوادۍ او جګړې خپلي وزري غوړولي دي، خلک مو ژر غولېږي، زموږ ږغ پر ټولو عامه وګړو دا دی چي په ټول توان سره دي په ټاکنو کي ګډون وکړي، د نوماندانو برنامې او تګلاري دي په ديقت مطالعه کړي، د هر نوماند تګلاره چي د همدې رايه ورکوونکو دردونو ته پټۍ لګولای سي او دوى ته د روڼ سباؤن زيرى له ځان سره لري، عزت او وقار يې وساتلی سي، په پوره باور سره دي خپله مقدسه رايه د ملي ارزښتونو پر بنياد ورکړي، نه د شخصي ګټو او پيسو په مقابل کي. ځيني کسان سياست داسي تعريفوي چي څه واخله څه راکړه، دا خبر هغه وخت معقوله ده چي د ملي ارزښتونو پر بنياد وسي، نه د شخصي راکړي ورکړي پر بنياد. رايه يو امانت دی او امانت داسي چا ته سپارل لازمي دي چي هغه عدالت تامين کړي او په عدالت کي د ټوله ګټه ده، اما بې عدالتي بيرته همدا رايه ورکونکي تاريکې ته ټيل وهي.

ابراهيم عيان ځوان خبريال

که راتلونکي ولسمشريزي ټاکني رڼې ترسره سي او افغان ملت پکي د دې رنځور او کنډ وکپر هيواد د بنسټيز بدلون لپاره پر دين، هيواد او ولس مين شخص وټاکي، تمه ده، چي د افغانستان راتلونکي ثبات، ښېرازي او پرمختګ به تضمين کړي.

دا چي تېره اوونۍ يکشنبه ټاکنيز کمپاينونه پيل سوي، نو ملت بايد يوه عادل، صادق، راستګار، ملي ګټو ته ژمن، پر ملت مين او د هيواد په کړاونو دردمن کس وټاکي، تر څو راتلونکي ولسمشريزي ټاکني مو اوسني زخمونه او دردونه پټۍ کړي.

دا ځل ولسمشريز نوماندان ډېر دي. وتلو، سياسي او علمي څېرو ځانونه نوماند کړي، خو داسي کسانو هم خپل ځانونه ولسمشرۍ ته نوماند کړي، چي فکر نه کوم، چي د هيواد د بشپړي جغرافيې څخه دي پوره آګاه وي، نړيوال سياست او ملي طرحه خو يې په ذره بين کي نه ښکاري، نو ملت بايد د راتلونکي زعيم په ټاکلو کي ډېر دقت وکړي او خپله رايه د هغه چا په ګټه وکاروي، چي د افغانستان طوفاني کښتۍ ته نجات ورکولای سي.

رايه ورکول شاهدي او ګواهي ده، ملت نبايد د لږ اندازه مادي امتيازاتو په خاطر د خپلي خاوري برخليک او ملي منافع دومره بې ارزښته وپلوري او پر داسي چا دغه شاهدي آداء کړي، چي هيڅ وړتيا يې ونه لري.

افغان ملت بايد تل ويښ او محتاط اوسي او د هغو ټاکنيزو ټيمونو په تمسخري او آټکلي شعارونو ونه غولېږي، چي غواړي په تمسخر او آټکل د افغانستان برخليک وټاکي.

ولس بايد د راتلونکي زعيم په انتخاب کي ښه پوره غور وکړي، ځکه رايه د دوی خپل حق او اختيار دی، د هر چا لپاره چي يې کاروي، خو زه وايم افغان ولس، چي لسيزو جګړو دربدره او خاک په سر کړی، نو بايد هغه نوماند ته خپله رايه ورکړي، چي د ملت له منځه راوتلی وي، خدمت يې د ځان وياړ ګڼي او په غم وښادۍ کي ورسره يو ځای اوسېدلی وي.

فرضاً که هر افغان دا فکر وکړي، چي زما يوه رايه دومره آرزښتمنه ده، چي هم افغانستان رغولای او هم يې ورانولای سي، حتماً به د ځانه سره دا هوډ وکړي، چي زه به خپله رايه دا ځل داسي چا ته ورکوم، چي د افغانستان او افغانانو خدمت د ځان وياړ او افتخار ګڼي.

افغان ملت ته غوره دا ده، چي د رايي کاروني پر وخت ښه دقت وکړي، وتلي، ملي او سياسي څېره انتخاب کړي، تر څو د افغانستان د راتلونکي ۵ کلن برخليک په ښه ټاکلو کي يې ونډه اخيستې وي.

وحیدالله سېلاب يو تن محصل

ملت باید هغه اشخاصو ته رایه ورکړي، چي غل، غاصب او وطن فروش نه وي او یو وطندوست شخص وي او همدا راز د وطن اوخلکو ګټي ورته تر هر څه ارزښتمني وي او هغه یو داسي شخص وي، چي تر ډېره پاک نفسه او وطندوست وي، زیاتي وعدې خلکو ته ورنه کړي، بلکي عملي کار وکړي او تر ټولو مهم څه بيا دا دي، چي مخکنی بيګراونډ ته یې باید وکتل سي، چي مخکني کارونه یې څنګه کړي، آیا ده ته د وطن ګټي، تر خپلو هغو اوليت لري. هغه داسي، چي آیا نوموړي مخکي هم د وطن د آبادۍ فکر او پلانونه درلودل او بله دا چي زموږ انتخاب بايد په علمي ډګر کي زیات څه ولري، ځکه زموږ ټولنه له زیاتو بدبختیو سره مله ده، د تعلیم کچه پکي تر ډېره ټیټه ده او زموږ په ادارو کي لا هم رئیسان زیاتره ١٢ پاس دي، چي هیڅ يوه غوره طرحه له ځان سره نه لري، نو موږ باید د یو هیواد، چي د هغه لپاره ولسمشر ټاکو، نو هغه ټاکنه مو بايد تر هر چا زیات په علمي ډګر کي مخته وي، هغه څوک چي موږ يې انتخابوو، هغه بايد تر دوکترا او تر هغه پورته علمي سند په لاس کي ولري او بل، چي داسي شخص وي چي اداري وړتیا ولري، اداري فساد ختم کړي، کاراهل کار ته وسپاري او د ټولني ټولو اعضاوو ته یو ډول حقوق ورکړي، داسي نه چي د ټولني ځني وګړي دومره حق ورکړي، تر څو د يوې ناانډولۍ د رامنځ ته کېدو سبب وګرځي او د ټولني د وګړو تر منځ اتفاق رامنځ کړي او ځوانانو ته په اداري برخه کي توجه ونه سي. موږ بايد هغه چا ته رايه ورکړو، تر څو هغه نوماند، تر هر چا زیاته ځوانانو ته برخه ورکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابر کړي او همدا راز د هیواد ملي منافع خوندي کړي، د بیارغوني په برخه کي کار وکړي او همدا راز د هیواد په نظامي چارو کي سمون راولي.



ټاټوبی او خلک
t