حکمتیار: اوسنی حکومت غیر اسلامي دی

حکمتیار: اوسنی حکومت غیر اسلامي دی

د حزب اسلامي مشر او ولسمشریز نوماند ګلبدین حکمتیار اوسنی حکومت په غیر اسلامي توب تورن کړ.

هغه دا تور په کاپېسا کې د خپلې کمپایني غونډې پر وخت لګولی.

هغه د خپلو خبرو پروخت هغه خلک بې شرمه وګڼل، چې په خبره یې دا نظام اسلامي جمهوري ګڼي.

حکمتیار تور پورې کړ، چې دا حکومت د اسلام پر لمن تور داغ دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دغو خبرو په غبرګون کې ویلي، چې دوی چا ته د نظام د توهین اجازه ځکه نه ورکوي، چې دا یو اسلامي جمهوریت دی.



t