کابل: يو ښوونځي ته ودانۍ جوړيږي

کابل: يو ښوونځي ته ودانۍ جوړيږي

د کابل ښار د ٧ مې تعلیمي حوزې اړوند د قلعه فتوح ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د کابل ښار د پوهنې رییس داکتر احمد ضمیر گوارا، قومي مشرانو ، د دولتي ادارو یو شمیر چارواکو او ښوونکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د کابل ښار د پوهنې رییس احمد ضمیر گوارا په دې تړاو په مراسمو کې د ښوونځي له جوړېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې په کابل ښار کې به د ښوونیز نظام د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

یاد ښوونځي د هندوستان دولت په مرسته په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې ١٢ درسي ټولګي، د ابو څښلو څاه، تشنابونه او نورې اړوندې ټولې اسانتیاوې به ولري.

ددې ودانۍ له جوړېدو سره به زده کوونکو ته د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال برابر شی.



t