کلتور وزارت د هلمند اطلاعت او فرهنګ رياست ته ودانۍ جوړوي

کلتور وزارت د هلمند اطلاعت او فرهنګ رياست ته ودانۍ جوړوي

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله ویاړ پلازمینې کابل ته د رسمي سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې آغلې حسینه صافۍ سره وکتل.

پدې لیدنه کې د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په تیرو څو میاشتو کې ددې ریاست لاسته راوړنې، پرمختګونه، پلانونه ، غوښتنې او په ځانګړي توګه د خپلواکۍ د ۱۰۰ مي کلیزي په ویاړ ترسره سوي فعالیتونه د وزارت محترم مقام له رهبرۍ سره شریک کړل.

ښاغلي ویاړ وویل چې په وروستیو میاشتو کې یې د تاریخي آبداتو د سروې، پروژې جوړنې، ځوانانو، فرهنګي او ادبي چارو او یو شمیر نورو برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

نوموړي همدارنګه پدې لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستي آغلې حسینه صافۍ سره د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اداري تعمیر د جوړونې،د تاریخي آبداتو د ترمیم چارو پیلولو، ځوانانو ته د ځانګړو پروګرامونو منظورولو، د آدبي او فرهنګي هڅو د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره د امکاناتو، او یو شمیر نورو برخو کې یو لړ وړاندیزونه شریک کړل.

د کړنو له ګذارش، وړاندیزونو او ستونزو شریکولو وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرستي آغلې حسینه صافۍ د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ترسره کړو اغیزمنو فعالیتونو څخه ستاینه او مننه وکړه ،او زیاته یې کړه چې له کمو امکاناتو څخه اغیزمنه ګټه پورته سوې ده ، چې دا ددې ښکارندويي کوي چې په راتلونکې کې غټي لاسته راوړنې هم درلودلای سوو.

همدارنګه آغلې صافۍ ډاډ څرګند کړ د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اداري تعمیر د جوړنې ستونزه به ډیر ژر حل سي، د یو شمیر تاریخي آبداتو د ترمیم لپاره به له اړونده ډونرانو سره خبري وسي، د هلمند ځوانانو ته به ځانګړې پاملرنه،ادبې او فرهنګي هڅي به لا پياوړي سي او په ټوله کې به ددې ریاست اساسي غوښتنې پرځای او ستونزي حل سي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مقام رهبرۍ همدارنګه د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رهبرۍ څخه د نوښتونو له امله ځانګړې مننه وکړه، او په ټولو چارو کې یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.




t