د افغانستان معلولینو انګلستان لوبډلې ته هم ماتې ورکړه

د افغانستان معلولینو انګلستان لوبډلې ته هم ماتې ورکړه

د معلولینو د نړیوال سیریز په دریمه لوبه کې افغان لوبډلې انګلستان ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

پیل کې پچه انګلستان وګټله او د ۷ ویکټو په تاوان یې ۱۵۹ منډې جوړې کړې چې په افغان توپ اچوونکو کې محمد شعیب ۳، شیرین اغا ۲، طفیل او حزب الله یوه – یوه ویکټ واخیسته.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۶ اور کې ترلاسه کړ او په دې سره یې خپله دریمه سیالي هم وګټله.

په توپوهنه کې محمدالله ۵۶، محمد اشرف ۳۹، جمیل شاه۳۲ او طفیل ۲۰ منډې جوړې کړې. محمدالله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې ده چې افغانستان به سبا څلورمه لوبه له هندوستان سره ترسره کړي.




t