ننګرهار لوبډلې له کندهاره د شپږو ویکټو په توپیر بريا خپله او پايلوبې ته یې لاره ومونده

ننګرهار لوبډلې له کندهاره د شپږو ویکټو په توپیر بريا خپله او پايلوبې ته یې لاره ومونده

د ولي اغا د ښې توپ اچونې او د وحيد الله شفق او نسیم سرخرودي د ښې توپوهنې له امله ننګرهار لوبډلې د کندهار لوبډلې هدف بشپړ او په ۶ ويکټو يې بريا خپله کړه، چې له دې سره يې پايلوبې ته هم لار ومونده.

د سيد جمال الدین افغان ايليټ کپ لومړۍ درجه (ګرېډ ون) يو ورځنيو ولايتي سياليو په دويمه نيمه پايلوبه کې د ننګرهار او کندهار لوبډلو لوبه د خوست په لوبغالي کې ترسره شوه.

په پیل کې د لوبې پچه ننګرهار لوبډلې وګټله او لومړی يې د کندهار لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کندهار لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې وکړې چې له ډلې يې منير احمد ۹۸، نصیب الله شېردلي ۶۹ او نظیف الله ۲۳ منډې وکړې.

د ننګرهار لوبډلې له لوري ولي اغا ۴، فرهاد مومند ۲، زبېد اکبري او یوسف خان ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۲۷۲ منډو هدف د ننګرهار لوبډلې په ۴۳.۱ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره او له کندهار لوبډلې يې په ۶ ويکټو بريا خپله کړه چې له دې سره یې پايلوبې ته هم لار پیدا کړه.

د دوی له ډلې وحيدالله شفق ۱۰۰ ناسوځېدلې، نسيم سرخرودي ۵۱ ناسوځېدلې، نجيب تره کي ۳۲، عابد محمدي ۲۹ او زبېد اکبري هم ۲۹ منډې وکړې.

د کندهار له لوري بيا بقیب الله ۳ او عبدالباقي ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم وحيدالله شفق ته ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده چې د دغو سياليو پايلوبه به د کابل او ننګرهار لوبډلو ترمنځ د روانې اګست مياشتې په نهمه نېټه (د جمعې په ورځ) د کابل په نړيوال لوبغالي کې ترسره شي.




t