هلمند: بست لرغونې کلا ته غځېدلی سړک رغول کېږي

هلمند: بست لرغونې کلا ته غځېدلی سړک رغول کېږي

د هلمند والي وايي، له ډېرو هلو وروسته په دې وتوانېد چې د دغه ولايت بست لرغونې کلا ته د غځېدلي سړک پروژې منظوري واخلي.

والي پر خپله فېس بوک پاڼه ليکلي، کابل ته زما د ورستي سفر په جريان کې مې هم د کليو او بيارغونې وزير ترڅنګ د ټرانسپورټ وزير ښاغلي يما ياري سره دا موضوع مطرح کړه.

هغه وايي:

«د ټرانسپورټ ښاغلي وزير ته مې وړانديز وکړ، چې د لښکرګاه څخه تر نادعلي ولسوالۍ پورې د ۲۰ کيلومتره منظور شوي سړک بوديجه چې(ياد سړک لا پخوا جوړ شوی او بيرته د جوړونې اړتيا يې نشته)، نو د بست کلا سړک او هم د ارغنداب پر سيند د يو باب پول جوړولو لپاره تعديل کړي، ترڅو له يو لوري ټاکل شوې بوديجه د هلمنديانو له لاسه ونه ووځي او له بلخوا د بست کلا سړک او پول پرې ورغول شي، چې پدې برخه د ټرانسپورټ له محترم وزير صيب مننه کوم، زما وړانديز ته يې مثبت ځواب ووايه او ډاډ يې راکړ، چې له اړوند ډونر او ماليې وزارت سره به پرې د تعديل کار وکړي.»

بيلاخره دادی نوموړې پروژه د بست کلا سړک او هلته د ارغنداب پر سيند د يوه باب پول پر جوړولو تعديل شوه.

د هلمند بست کلا ته غځېدلی ډبرين سړک تر ډېره کنډو کپر دی چې پرې چلېدونکي وسايل په ډېرو ستونزې پرې تېرېږي.



t