لښکرګاه کې د يو هوټل او پارک د جوړېدو چارې پيل شوې

لښکرګاه کې د يو هوټل او پارک د جوړېدو چارې پيل شوې

یاد هوټل او پارک د بنسټ ډبره نن د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان له لوري کېښودل شوه چي د پنځه میاشتو په جریان کې به يې چاري بشپړي شي.

دغه هوټل د لښکرګاه ښاروالۍ د تشویقې بودیجې څخه جوړیږي چي لګښت يې څه باندي ۸,۵ میلونه افغانۍ کیږي چي په یوه وخت به ۱۰۰۰ زر کسانو ته د ګډون سهولت برابر شي.

دهلمند والي تورجنرال محمد یاسین خان د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري ددې هوټل جوړېدل مهم ګام وباله او په دې ولایت کې يې دداسي یوه هوټل چي په یوه وخت کې د زر کسانو لپاره سهولت برابر شوی وي یوه لویه لاسته راونه یاده کړه.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: د جوړېدونکې هوټل د جوړېدو چاري باید په اساسي ډول مخې ته ولاړي شي.

د لښکرګاه ښاروال انجنیر عصمت الله صمدي د خبرو پرمهال وویل: د یاد هوټل ترڅنګ د یوه پارک د جوړېدو چاري هم پیل شوي دي چي په هوټل کې د نارینه او ښځو لپاره بېلابیل سهولتونه نظر کې نیول شوي دي.

لښکرګاه ښاروال زیاته کړه: هوټل کې ددوه لویو تالارونو سهولت هم موجود دی چي د غونډو او علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو لپاره به ترې ګټه پورته کیږي.

د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري ددې جوړېدو هوټل چاري به د ۱۳۹۸/۹/۱۵ نېټې پوري بشپړي شي او ګټي اخیستني ته به وسپارل شي.



t