پاکستان هندي دیپلوماتان وشړل

پاکستان هندي دیپلوماتان وشړل

پاکستاني چارواکو د کشمیر پر سر د تازه ناندرۍ له کبله هندي دیپلوماتان له خپلې خاورې ځواب کړي.

د دغه هېواد خارجه وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې دا ګام د هند د پارونکي اقدام غبرګون دی.

قریشي ویلي: زر به پاکستاني دیپلوماتان هم له هنده ور وغواړي.

هند د خپل اساسي قانون هغه ماده لغوه کړې، چې د کشمیر ازادي یې پکې په رسمیت پېژندلې وه.



t