امریکا: د کشمير په هکله د مخامخ خبرو ملاتړ کوي

امریکا: د کشمير په هکله د مخامخ خبرو ملاتړ کوي

امریکا ويلي چې د هند او پاکستان ترمنځ دي د کمشير کشالې په هکله مخامخ خبرې وسي او له نورو کارونو دي ډډه وسي.
دوی ويلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو خبرو ملاتړ کوي او باید مخامخ يو بل ته سره کښېني.
ددی هېواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې امريکا هرڅه له نژدې څاري او هلته حالت خراب او ترينګلی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر دواړو لورو غږ کړی چې زغم ولري او له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي.
پاکستان په وروستي اقدام کې د هند سفیر ته امر کړی ترڅو له پاکستانه ووزي او خپل سفير يې له هنده غوښتي همداشان يې ورسره ټولې سوداګريزې اړيکې پريکړې، هند يې په ځواب کې خپل پوځيان کشمير ته استولي



t