د بالیووډ څخه شړل سوي پاکستاني سندرغاړي د کشمیر ننګه کړې

د بالیووډ څخه شړل سوي پاکستاني سندرغاړي د کشمیر ننګه کړې

د بالیووډ فلمونو لپاره د ډېرو سندرو ویونکي پاکستاني سندرغاړي عاطیف اسلم په هکله هندي رسنیو داسي راپورونه خپاره کړي، چي هغه په کشمیر کي د هندوستان له لوري روان ترینګلی وضعيت غندلی او د کشمیر په ننګه يې خپل آواز پورته کړی دی.

عاطیف اسلم د پاکستان خوږ ژبي سندرغاړی دی، چي د هندي سېنما (بالیووډ) لپاره یې زیات شمېر سندري هم ویلي دي او هم په هندوستان کي په یو شمېر د سندرو په مرکزونو کي د استاد او پرېکړه کوونکي وظیفه هم اجراء کړې ده.

سږ کال په کشمیر کي پر هندي پوځیانو تر خونړۍ حملې وروسته د دواړه هیوادونو ټولي اړیکي وشلېدلې او دې وضعيت پر سېنما هم سیوریواچاوه، چي په پایله کي یې هند د خپل هیواد څخه پاکستاني هنرمندان هم وایستل، چي په هغو کي یود پاکستان خوږ ژبی سندرغاړی عاطیف اسلم هم و.

هندوستان ټایمز په خپل یو راپور کي ویلي دي، چي یاد سندرغاړي د هند هیواد هغه پرېکړه غندلې ده، چي د پاکستان سره پر پوله پرته سیمه کشمیر او جیمو د هندوستان برخه ګرځوي.

پاکستانی سندر غاړی عاطيف اسلم

هغه په خپل يوه ټویټ کي د همدې پرېکړي په غبرګون کي لیکلي دي: ((ډېر خوشحاله یم چي یو څه له تاسو سره شریک کوم، زه به ډېر ژر په یو ښه سفر روان شم، چي هغه د حج کولو مبارک سفر دی. حج ته د تګ څخه مخکي زه له ټولو مینوالو، ملګرو اودوستانو څخه بخښنه غواړم، همدارنګه زه په کلکه د کشمیر په اړه د هند هیواد پرېکړه غندم. خدای ج دي پر کشمیريانو ورحمېږي.))

باید وویل سي چي د عاطیف اسلم پر دې خبرو ځینو خوښي څرګنده کړې، آما ځیني بیا پرې سخت غوصه سوي او د هغه څخه دا پوښتي، چي آیا پاکستان د کشمیر لرولو مستحق دی؟. پاته دي نه وي، چي پاکستانيهنرمندان او سېنمايي ستوري، هغه که د پنجاب وي، یا پښتونخوا تل د کشمیر په اړه خپل آواز اوچتوي، خو هیڅکله يې هم په وزیرستان او پښتونخوا کي د پاکستان د پوځ پر وحشت خپل آوازونه نه دي پورته کړي.


بالیوود فلمي نړۍ
t