لیوانډوسکي د بیلډ ورځپاڼي سره په مرکه کي د حمله کوونکو لوبغاړو پر نشتون انتقاد کړی دی

لیوانډوسکي د بیلډ ورځپاڼي سره په مرکه کي د حمله کوونکو لوبغاړو پر نشتون انتقاد کړی دی

لیوانډوسکي د بیلډ ورځپاڼي سره په مرکه کي د حمله کوونکو لوبغاړو پر نشتون انتقاد کړی دی.

هغه وايي:
موږ فرانک ریبري، ارین روبن او جیمز د لاسه ورکړل او تر اوسه مو هیڅ نوی لوبغاړی نه دی رانیولی.
موږ په چپه او راسته اړخ کي نورو لوبغاړو ته اړتیا لرو، چي لیروي ساني ممکن یو د هغو څخه وي.
همدارنګه موږ شپږمه شماره لرونکي لوبغاړي یعني مرکزي لوبغاړي ته اړتیا لرو.
که غواړئ یو فصل په ۱۳ یا ۱۴ لوبغاړو سره ترسره کړئ، نو دا به ډېره سخته وي.
موږ په یوه فصل کي ۵۰ یا ۶۰ لوبي لرو، چي دا ټوله ۵ او ۶ میاشتي وخت نیسي، خو موږ کافي لوبغاړي نه لرو.
د کلب رئیس او نور غړي په دې برخه کي زما په نظر پوهیږي.

لیوانډوسکي په داسي حال کي دا خبري کوي، چي تېره اوونۍ بایرن میونک د جرمني سوپر کپ کي د ډورټمنډ څخه ماته وخوړه.

منندوی



نړيوال ورزش
t