زما دپاره د بارسلونا پر وړاندي لوبه هیڅکله دوستانه نه ده!

زما دپاره د بارسلونا پر وړاندي لوبه هیڅکله دوستانه نه ده!

سبا سهار بارسلونا او ناپولي په دوستانه لوبه کي یو د بل پر وړاندي لوبیږي، تر دې لوبي مخکي د ریال ماډریډ پخواني او د ناپولي اوسني لوبغاړي کایخون وویل:

” زه ریالي یم، نو په همدې خاطر د بارسلونا پر وړاندي لوبه زما دپاره هیڅکله دوستانه نه ده. دا زما دپاره یوه مهمه لوبه ده. موږ د مارسي څخه تر ماتي خوړلو او لیورپول ته په ماتي ورکولو سره اوس په ښه حالت کي یو.”

” زموږ هدف بریا ده. دا یوه دوستانه لوبه ده، خو موږ ته ډېر اهمیت لري. غواړو داسي کار وکړو، چي د فصل په پای کي د اتلولۍ مدعي و اوسو. موږ لوړه انګیزه لرو او هیله لرو، خپل ارمان ته، چي د سیر اې ګټل دی، ورسیږو. له هغه راهیسي چي رونالډو و یوونټوس ته تللئ دی، د ایټالیا د فوټبال سطحه لوړه سوې ده او لا هم د پرمختګ په حال کي ده.”

ناپولي او بارسلونا په داسي حال کي یو د بل پر وړاندي لوبیږي، چي خپلي اخیري دوستانه لوبي یي د لیورپول او ارسنال څخه وګټلې او درې ورځي وروسته دوهمه دوستانه لوبه هم دوی سره کوي.

منندوی



لوبې، فوټبال، نړۍ
t