د نواز شريف لور مريم نواز ونيول شوه

د نواز شريف لور مريم نواز ونيول شوه

د فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ځايي ادارې د پخواني صدر اعظم نواز شريف لور مريم نواز نيولې ده.

د مېرمن نواز د ګوند وياندې د نوموړې د نيول کېدو پخلی کړی دی.

هغه داسې مهال نيول شوي چې لاهور ته د خپل پلار ليدو لپاره ورغلې وه، چېرته چې هغه بندي دی.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند ویانده مریم اورنګزیب وايي چې تر اوسه د هغې د نیول کېدو د دلیل په اړه څه نه دي ورته ویل شوي.



t