د امریکا دفاع وزیر جنوبي کوریا ته تلی

د امریکا دفاع وزیر جنوبي کوریا ته تلی

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر په یوه رسمي سفر جنوبي کوریا ته رسیدلی.

د دغه سفر موخه له کوریایي چارواکو سره پر مختلفو موضوعاتو خبرې اترې ښودل شوي.

امریکایي وزیر به له کوریایي چارواکو سره د شمالي کوریا د اټومي پروګرام، په جنوبي کوریا کې د امریکایي سرتېرو د لګښتونو او ورته نورو موضوعاتو په تړاو خبرې ولري.

په وروستیو کې شمالي او جنوبي کوریا سره نیږدې شوي، خو وېره ده چې له دغه سفر سره به یې پر اړیکو منفي اغېزې وشي.



t