قریشي: هند سره د جنګ په تکل نه یوو

قریشي: هند سره د جنګ په تکل نه یوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي هېواد یې له هند سره د جګړې په تکل کې نه یوو.

هغه دا خبره د هند او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا سره هم مهاله کړې ده.

 پاکستاني وزیر دا هم ویلي، چې له ځانه دفاع ته به بشپړ چمتو وي.

پاکستان او هند د کشمیر په سر تازه بیا وران شوي.

دلیل یې دا و، چې هند د کشمیر د خپلواکۍ د په رسمیت پېژندلو په اړه د خپل اساسي قانون یوه ماده لغوه کړه.



t