ټرمپ: فرانسه زموږ په استازیتوب ایران سره نه شي غږیدی

ټرمپ: فرانسه زموږ په استازیتوب ایران سره نه شي غږیدی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي: هیڅوک د امریکا په استازیتوب له ایران سره د خبرو حق نه لري.

هغه دا خبرې د فرانسوي ولسمشر ماکرون  د هغو هڅو په غبرګون کې کړې، چې د ایران او امریکا د نیږدې کیدو لپاره یې پيل کړي.

امریکایي ولسمشر ویلي، چې دوی له ایران سره خپلې خبرې خپله په ښه ډول کولای شي.

فرانسوي ولسمشر د ټرمپ د غوسې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.



t