ولس څه ته اړتیا لري؟

ولس څه ته اړتیا لري؟

ف، فایض

که څه هم د سولې لپاره هلې ځلې او د انتخاباتو ترسره کېدل جوخت سره روان دي؛ خو کیدونکي انتخابات به ځکه د افغانستان د خلکو د ستونزو حل نه وي چې ما ته دا انتخابات په جنګ کې د اس چاغولو په معنا ښکاري. دا انتخابات فقطه یوه معنا لري او هغه د یوه بې خونده، ناکاره او په فساد کې د ډوب حکومتي ټیم تکرار دی؛ ځکه له ټولو حکومتي او دولتي امکاناتو نه ډېره ناوړه استفاده روانه ده، او تر دې هم زیات حکومتي ټیم او خصوصاً پخپله ولسمشر له خپل نفوذ نه زیات کار اخلي چې په دې توګه د ځینو په اصطلاح همغه پرونی «ګوسفندي ټیم» به بیا د پنځو کالو له پاره د ولس پر ولیو سپرېږي. که یې په تېره دوره کې وړتیا ښوولې وای او د ولس اعتماد یې ترلاسه کړی وای؛ نو نر غوندې دې یې بیا د ولس د رایو په اخستلو ځان واک ته رسولی وای؛ خو د خواشینۍ او او اندېښنې خبره خو دا ده چې یو نامستحق ټیم بیا له ناروا او درغلیو نه له ډکې لارې ځان واک ته رسول غواړي چې په دې توګه انتخابات هسې یو نوم دی او نوره هېڅ معنا او مفهوم نه لري. انتخابات په اسلام کې بې سابقې نه دي؛ خو په دغه غربي طریقه نه چې ملت ته دروغ ووایه، درواغجنې وعدې ورکړه، غر ورته غوښه کړه او سیند ور ته ښوروا کړه؛ خو چې یو ځل د اقتدار ماڼۍ ته ننوتې، بیا ولس هم هېر کړه او خپلې کړې ژمنې هم هېرې کړه. زه دا قضاوت حاکم ټیم ته هم پرېږدم او خپل شریف ولس ته هم چې ایا یو دغسې واکمن ټیم د دې مستحق دی چې د ولس لسګونه زره څه چې لا لکونه بچي دې د هغه د اقتدار د دوام په خاطر قرباني شي؟ دې موجود ټیم څه وکړل؟ کله چې د امنیت دا حال دی چې د یوه لومړي درجه ولایت له مرکزي حکومتي روغتونه ډاکتر تښتول کېږي، (۸/۵/۹۸)، د ننګرهار د صحت عامې روغتون) او کله چې د ولسمشرۍ د نوماند ټیم لومړی مرستیال خوندي نه دی، (۶/۵/۹۸)؛ نو د امنیت حالت که تر دې هم بدېدای شي نور نو د انتخاباتو څه جواز پاتې کېږي. متأسفانه په موږ کې خو دا انصاف هم نشته چې کله ووینو د یوه کار د ترسره کولو جوګه نه یو چې پخپله ترېنه تېر شو؛ بلکې موږ د لازمې وړتیا نه لرلو سره سره هم ځېل کوو چې نه؛ وا… که چي دې پرېږدم.

پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په خپل یوه نوي مطبوعاتي کنفرانس کې راتلونکي انتخابات د سولې پر وړاندې دسیسه بللې ده. کرزي له یوه خاص انحصاره د افغانستان د ربړې د اېستلو په دې بهیر کې د روسیې، چین او ایران د ګډون غوښتنه هم کړې ده. د ښاغلي کرزي په وینا که د انتخاباتو اوسنی بهیر همداسې پر مخ ولاړ شي، نتیجه به یې د امریکا په خوښه اعلانېږي. حقیقت هم همدا دی، تر هغې پورې چې امریکا په افغانستان کې حضور لري، نه یواځې د افغانستان پر انتخاباتو، چې پر ټول حکومتي سیستم به اغیز لري، لکه د روسانو د حضور پر مهال چې هر څه د کریملین او کا جي بي له خوا اداره کېدل ان چې د حکومت د لومړی درجه مهرو. دغسې د امریکا هژموني، د روسانو تر هژمونۍ هېڅکله هم کمه نه ده. امریکا په ټوله دنیا کې یو دغسې سیاست چلولی دی. ان چې په واشنګټن کې د بریتانیې یوه سفیر د امریکا د ولسمشر ټرمپ په باب یوه ریښتیا خبره وکړه؛ نو هغه یې په ډېرو بدو ټکیو وغانده او دې ته یې اړ کړ چې په واشنګټن کې له خپل مأموریته لاس پر سر شي او نژدې و چې د دواړو هېوادو اړیکي خراب شي؛ خو بریتانیا په یوه ډول شاګرځ وکړ، حقیقت دا دی چې دا اوس ټوله اروپا د امریکا تر فشار لاندې ده، که څه هم د اروپایانو، امریکا ډېره بده اېسي؛ خو له مجبورې ورځې ورسره سر ښوروي.

دا دی تقریباً یوه اوونۍ وشوه چې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره کمپاین روان دی، تر اوسه یواځې (ع) و (غ) په انتخاباتي «شو» ګانو کې را ښکاره شول او نور لا تر اوسه درانه پر خپل ځای ناست دي. له دې نه دا اټکلونه هم را منځته کېدا شي:

یو دا چې ښايي نوماندان د کمپاین پر لومړۍ ورځ د زرغون بهیر پر دفتر برید وېرولي وي.

دوهم دا چې ښایي پر انتخاباتو بې باوره شوي وي، که د سولې بهیر یو څه پر مخ ولاړ شي، ښایي د انتخاباتو بهیر تم شي او یوه عبوري حکومت ته لاره اواره شي.

درېیم دا چې ښایي اوس پر دې باوري شوي وي چې واک ته یو ځل بیا دغني د رسولو له پاره ټولې تیارۍ شوي دي؛ ځکه غني په ډېر قوت سره د یوه ناشفافو انتخاباتو تابیا کړې ده.

دلته دا خبره هم باید هېره نه کړو چې که سوله و نه شي او انتخابات ترسره شي؛ نو دا انتخابات کېدای شي دومره خونړي وي چې د ماضي هېڅ انتخابات ورسره مقایسه نه شي. دا اوس ټوله دنیا ګوري چې د افغانستان، امنیتي حالت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، حکومت سترګې تړلي او په غوږونو کې یې مالوچ ایښي دي. د دې معنا دا ده چې پر ولس هر څه تېرېږي تېر دې شي؛ خو چې ښاغلی غني په واک کې پاتې شي.

نا امنۍ زموږ پر عمومي حالت ډېر شوم سیوری غوړولی دی، پر دې سربېره هره ورځ زموږ لسګونه او سلګونه هېوادوال وژل کېږي، د چم ګاونډ له هېوادو سره زموږ دپلوماتیک اړیکي ډېر نازک پړاو ته رسېدلي دي. د دې عمده دلیل دا دی چې زموږ حکومت یوه کامیابه بهرنۍ پالیسي نه لري یا یې د یوې کامیابې دپلوماسۍ د رامنځته کولو ابتکار ونه کړای شو. همدا علت دی چې یوه ورځ یې له دغو هېوادو سره داړې جینګې نیول او بله ورځ ورپسې غونډاري را اخستل دا بالکل یو ناکام سیاست دی.

زموږ د وزګارو ځوانانو احصائيه خو هغه ده اته میلیونه ته ورسېده، یوه ورځ تشکیلات پړسول او بله ورځ تنقیص کوم کامیاب سیاست دی؟

وګورئ دولت په باران پسې پټی ګرځوي، چا ته یو د دولت وزارت جوړول او چا ته بل دا کومه کامیابه حکومتولي ده. په داسې حال کې چې خلک لا د سرپرستۍ له سیاست نه زورېږي، اوس د دولت د وزارتونو جوړولو بازار هم تود شو. په ټوله کې اوسنی حکومت ناکام دی او پر یوه ناکام لوري روان دی، که چېرې یو دغسې حکومت بیا تکرار شي؛ نو ولس به ورته څه خوشبیني وښیي. داسې خو نه ده چې دا اوس موږ حکومت نه لرو، حکومت لرو؛ خو کامیاب او ژمن حکومت نه لرو. موږ یوه دغسې حکومت ته اړتیا لرو چې زموږ دردونو ته مداوا شي، موږ د غني او د هغه د ټیم په څېر پر واک مین نه یو؛ بلکې موږ یو ژمن ولسمشر او ورسره یو ژمن حکومت غواړو. که چېرې شفاف انتخابات ترسره نه شي؛ نو یواځې درواغجن او غولوونکي شعارونه زموږ درودونه، نه شي دوا کولای؛ ځکه دا ډول مثالونه خو موږ په ۲۰۱۴ کې هم ډېر اورېدلي دي.



t