افغان ربړه او د اعتماد بحران!

افغان ربړه او د اعتماد بحران!

ع، ا وطندار

افغان ربړه لکه له پخوا نه چې بیا بیا ویل شوي، کورني، سیمه ییز او نړیوال ابعاد لري؛ خو زه پخپله پر دې باور یم چې کورني او سیمه ییز ابعاد یې هم نړیوال بعد و پړسول، اوپه دې کې هم امریکا د ټولو په سر کې ده. امریکا یو خو له سره نه غوښتل چې په افغانستان کې یو قوي او باثباته حکومت راشي، چې د حالاتو د کنترول صلاحیت ولري او له بلې خوا یې د سیمې له یو شمېر هېوادو سره چې عرب او غیر عرب په کې راځي، د افغان ربړې په باب پټپټاني درلودل. دا اوس چې امریکا د سیمې هېوادو ته په زغرده نه شي ویلای چې دا دې وکړل او هغه دې وکړل، علت یې دا دی چې د افغانستان په ټوله روانه لوبه کې یې فعال حضور درلود او له حالاتو ناخبره نه وه او په ډېرو برخو کې یې د پروژو تطبیق د سیمې هېوادو ته پرېښود او په خپله یې له لرې نظارت کاوه، تر دې چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر پېښې یې پخپله ترسره کړې او د ملامتۍ ګوته یې د القاعده مشر اسامه ته ونیوله، او هغه اسامه هم د امریکا سیاستونو را منځته کړل. که څه هم د اسامه د شخصیت په باب دا اوس هم د نظریاتو تفاوت موجود دی، څوک یې یو مجاهد بولي، سم لکه دا اوس چې طالبان وایي چې موږ په خپل هېواد کې د امریکا او ټولو بهرنیو ځواکونو مخالف یو، اسامه هم، همدا ویل او څوک وایي چې نه؛ د هغه له امریکا سره پټې رابطې وې؛ نو حقیقت که هر څه و، و ا… اعلم؛ خو دا پوښتنه ځواب غواړي چې اسامه خو سوډان ته ولاړ او هلته یې د درملو جوړولو یوه کارخانه جوړه کړه او په خپل کاروبار کې مصروف و؛ خو همدا امریکا وه چې د سوډان پر پخواني ولسمشر جنرال عمر البشیر یې فشار راوړ چې هغه له سوډانه اخراج کړي او څنګه شو چې هغه افغانستان ته را وستل شو، تر کومه چې ما اوریدلي د جهاد درې مشهور قوماندانان سوډان ته ولاړل، له اسامه سره یې وکتل او هغه یې افغانستان ته د راتلو له پاره تشویق کړ، هغه ننګرهار ولایت ته راغی او څه وخت په روداتو ولسوالۍ کې په هغه کور کې اوسېده چې له همدې دریو قوماندانانو نه یوه ورته جوړ کړی و او وروسته بیا په نورو نورو سیمو کې ګرځېده تر دې چې د سپتامبر پېښې را منځته شوې او مسؤولیت یې امریکا په څو دقیقو کې د اسامه پر غاړه واچاوه چې په سر کې یې ده تردید وکړ؛ خو وروسته یې دا ومنله چې دا کار د ده ګوند القاعده د ده په لارښوونه کړی؛ خو زه اوس هم پر دې باور یم چې اسامه په دې برخه کې دروغ ځکه وویل چې د سپتمبر پېښې د القاعده له ظرفیته ډېرې لوړې وې او دا فقط د یهودو په مشوره د سي آی اې کار کېدای شو، نه د اسامه؛ خو دا چې اسامه ټټر وواهه چې دا کار زما دی، دا پخپله ډېرې پوښتنې را ولاړوي چې هر یوه یې ځواب غواړي.

زما بحث دلته اوس د اعتماد پر بحران دی. د افغانستان د اسلامي نهضت یو شمېر مشران چې د داوود د فشار له لامله ګاونډي پاکستان ته مهاجر شول، هلته د مشرتابه پر سر سره په اختلاف کې واقع شول، یو شمېر یې د استاد رباني شهید په مشرۍ د هغه جمعیت اسلامي په محور سره را ټول شول چې تاداو یې په ۱۳۵۲ کې اېښوول شوی و او یو شمېر یې د هغه حزب اسلامي په محور سره را ټول شول چې تاداو یې په ۱۳۵۵ کې په پېښور کې اېښوول شو او لومړنی امیر یې ښاغلی قاضي محمد امین وقاد و چې بیا په ۱۳۵۷ کې هغه د مجاهدینو د یو ځای کېدو په خاطر له امارته استعفی وکړه؛ خو استاد رباني بیا هم په اتحاد کې پاتې نه شو او همغه د جمعیت اسلامي په نامه یې خپل تنظیم چلاوه او پاتې کسانو انتخابات وکړل چې ښاغلی حکمتیار یې امیر او ښاغلی وقاد یې چې هغه مهال یې ملتیار تخلص کاوه مرستیال او د حزب اسلامي پر محور سره را ټول شول؛ خو اتحاد خو ونه شو؛ خو د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ چې د حرکت انقلاب اسلامي په نامه سره را ټول شوي وو حرکت هم په خپل ځای پاتې شو او درېیم تنظیم یې هم وزېږاوه او مرحوم مولوي محمد یونس خالص «د افغانستان اسلامي حزب» په نامه تنظیم جوړ کړ چې په دې توګه څلور تنظیمه شول. مرحوم پیر سید احمد ګیلاني «محاذ ملي» او مرحوم مجددي جبهۀ ملي نجات افغانستان جوړ کړ چې بیا یو وخت له دوی نه دوه اتحاده را منځته شول چې یوه د اووه ګوني یا هفت ګانه نوم خپل کړ او بل د درې ګوني چې په سه ګانه یادېده؛ خو کله چې تر درې کالو وروسته بیا دا اتحادونه ړنګېدل اووم تنظیم د اتحاد اسلامي په نامه را منځته شو چې مشري یې استاد سیاف کوله. دغسې په ایران کې هم عمدتاً د اهل تشیع له خوا اته حزبونه جوړل شول چې په پای کې د ایران په فشار د حزب وحدت اسلامي په نامه سره یو شول چې مشري یې عبدالعلي مزاري ته ورکړل شوه؛ خو د ښاغلي شیخ محمد آصف محسني په مشرۍ د حرکت اسلامي تنظیم ترېنه جلا پاتې شو. چې تر اوسه له دغو تنظیمونو نه نور متعدد تنظیمونه وزېږیدل، همدا اوس حزب اسلامي وېشلی دی، جمعیت اسلامي وېشلی دی، حرکت انقلاب اسلامي وېشلی دی، حرکت اسلامي وېشلی دی، دا چې علت یې څه و هغه ځانته بحث دی چې دلته یې ګنجایش نشته؛ خو متأسفانه دې تقسیماتو د اعتماد بحران نور هم پسې ژور کړ. همدارنګه یو شمېر با نفوذه کسان څوک د امریکا او ناټو د نورو غړو څوک د ګاونډیانو او څوک د سیمې د با نفوذه هېوادو له خوا تمویل شول. د طالبانو او داعش را منځته کېدل بله ستونزه وه چې اوس زیاتره د دوی اختلاف ته ایدیولوژیکه بڼه ورکول کېږي او یو بل مباح الدم او واجب القتل بولي؛ خو دا پدیده هم ډېره نوې نه ده، بلکې د مجاهدینو تر منځ هم تنظیمي جنګونه وشول، خصوصاً تر ۱۳۷۱ وروسته چې کوم جنګونه وشول او د تنظیمي جنګونو نوم یې واخیست.

له ۲۰۰۱ نه وروسته چې امریکا او ناټو افغانستان ته راغلي وو د حزبونو د جوړولو بازار هم تود شو او په سلګونو رسنۍ هم را منځته شوې چې په دې کې ډېرې خو داسې دي چې د یوه خاص هدف له پاره را منځته شوې او یوه ملي اجنډا یې نه درلوده، فقط د قومونو جنګول، د حزبونو جنګول او دې ته ورته مسایل یې په اجندا کې اساسي ټکي وو او لا هم دي، دا ټول فقط د همدې له پاره چې د اعتماد بحران نور هم پسې ژور کړي.

همدا رنګه د سیمې هېوادونه پخپلو کې او نړیواله ټولنه پخپلو کې په دې رنځ اخته دي، د امریکا له روسیې او چین سره سیالي، دغسې د سیمې له یو شمېر هېوادو نه وېره لري چې په داسې یوه قوت بدل نه شي چې سبا ته امریکا ته په سرخوږ بدل شي، یا دا اوس یې چې له ایران سره کوم څه را اخستي دي، علت یې هغه څه نه دی چې ادعا یې کېږي؛ بلکې امریکا غواړي اسراییل د سیمې په منځ کې په یوه مطمئن او خوندي قوت بدل کړي، په سیمه کې باید هېڅوک پر داسې قوت بدل نه شي چې اسراییل وګواښي، دغسې د سیمې هېوادونه پخپلو کې په یوه تقابل کې سره واقع دي.

نتیجه دا چې د اعتماد د دغه ټول بحران زور افغانستان کې را وتی دی. اوس هغه دی د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات خپل وروستي پړاو ته رسیدلي دي او د ځینو سرچینو په حواله ښایي په همدغه اوونۍ کې د سولې کومه ابتدایي توافقنامه لاسلیک شي؛ خو زه باور نه لرم چې دا به افغانستان ته یوه داسې سوله راولي چې بیا څوک د جنګ نوم په غوږو وانه وري، خدای دې یې وکړي او ملایکې دې پرې آمین کړي؛ خو چې خدای یې ونه کړي، د اعتماد بحران به نورې نورې ستونزې وزېږوي.




t