سوله غواړو؛ خو لار یې کومه ده؟

سوله غواړو؛ خو لار یې کومه ده؟

ف، فایض

وړمه ورځ (۱۲/۵/۹۸) د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو ځل بیا د امریکا مرکچي خلیلزاد او طالب استازیو تر منځ د سولې مذاکرات پیل شول. دا مذاکرات د رسنیو د خبر له مخې په دوه دوه نیم ساعته ځنډ سره پیل شول او دوه دوه نیم ساعته یې دوام وکړ؛ خو دواړو لوریو په دې اړه واضحې څرګندونې ونه کړې چې سړی پرې سم قضاوت وکړای شي، تر کومه چې زه اټکل کولای شم، امریکایي لوری په خبرو کې صادقانه پر مخ نه ځي او غواړي بالاخره خپل هغه نصب العین ته چې د مخه یې ټاکلی دی ځان ورسوي. د طالبانو یوه ستره تېروتنه دا ده چې همغه د امریکایانو لمن یې ټینګه کړې او له افغان لوري سره له خبرو نه پرله پسې انکار کوي. دا ځل یې ښایي امریکا یې په ډېر مهارت  سره پر داسې ځای وولي چې غبرګې پښتۍ یې په کې ماتې کړې. تاسې دې تفاوت ته ځیر شئ، طالبان یوه جنګي ډله ده، چې د سیاست په ډګر کې هغومره تجربه نه لري لکه څومره چې د دوی ځانته تمه کېږي. ښایي طالبان دا ووایي چې که له امریکا سره سوله وشي، بیا خو نو طبیعي ده چې زموږ او امریکا تر منځ به اوربند کېږي، بیا به له افغان حکومت سره په جنګ کې امریکایان ملګري نه وي؛ نو بیا به موږ په اسانه حکومت را څملوو. طالبان باید دلته یوه ټکي ته ښه متوجه شي، دلته د اشخاصو تر منځ د جنګ او تربګنۍ خبره نه ده، د بش له ملا عمر مجاهد سره دښمني نه وه؛ بلکې د ملا عمر له ایډیالوژۍ سره یې دښمني وه او په افغانستان کې یې ستراتیژیک اهداف درلودل چې دې اهدافو ته د رسېدو له پاره یې ډېرکونډتون کړی و. که چېرې امریکا د استاد رباني یا حکمتیار یا استاد سیاف یا نورو جهادي مشرانو په لاسو په افغانستان کې د یوه اسلامي حکومت جوړول نه شي زغملای؛ نو د ملا عمر په لاسو یې زغملای شي، د ملا اختر محمد منصور په لاس یې څه ‌ډول زغملای شول او اوس یې د ملا هبت ا…. په لاسو څه ډول زغملای شول؟ نه، هېڅکله نه لکه څرنګه چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې تر پېښو وروسته د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج واکر بش وویل چې دا یو صلیبي جنګ دی، بې له شکه چې دی. تاسې د صلیبي جنګونو تاریخ ولولئ، د یوولسمې پېړۍ په اواخرو او دوولسمې په اوایلو کې صلیبي جنګونه ونښتل؛ خو تاسې د تاریخ پاڼې واړوﺉ چې دا جنګ چا پیل کړ؟ مسلمانان په اروپایانو پسې ولاړل او که نه؛ دا هغوی وو چې په اسلامي ځمکو او مسلمانانو یې برید پیل کړ. د طالبانو په باب خو امریکا په خپله پر دې اعتراف وکړ چې د ۹/۱۱ په پېښو کې یې لاس نه درلود او حقیقت هم دا و؛ خو طالبان یې پر دې پړه وبلل چې اسامه په افغانستان کې مېشت و او دا کار اسامه وکړ؛ نو له مېلمه سره کوربه هم ګنهګار دی. طالب هم خپله جوړه واکمني د اسامه پر سر دوړه کړه؛ خو پر دې یې سر نه و خلاص چې اسامه چا له سوډانه افغانستان ته راورساوه؟ له کومې لارې، د چا په وسیله او د کوم هدف له پاره؟ موږ افغانان په مجموع کې ډېر ساده زړي خلک یو، په جنګ کې یې ګټو؛ خو د سولې په مذاکراتو کې او د سیاست پر مېز یې بایلو، دا کار یو ځل نه چې بیا بیا بی شوی دی. تاسې لږ تر لږه د معاصر افغانستان تاریخ لږ په غور ولولئ، زما د دې خبرې حقیقت به درته معلوم شي. لنډ په ۱۹۱۹ (۱۲۹۸) کې مو د هېواد استقلال د لوی خدای (ج) په مرسته د خپلو مټو په زور ترلاسه کړ؛ خو د راولپنډۍ په تړون کې مو هغه ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکړې، فقط همدومره شوه چې انګرېزان مجبور شول چې د افغانستان سیاسي استقلال په رسمیت و پېژني؛ خو بېرته یې افغانستان په داسې لومو کې و نښلاوه چې تر ننه ترېنه نه شي خلاصېدای.

زه طالبانو ته هم وایم چې د احساساتو له تنګې دایرې نه را ووځئ، دنیا لږه په غړېدلو سترګو وګورﺉ. د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال د تاجکستان د اسلامي نهضت او اوسني ولسمشر امام علي رحمان تر منځ کشمکش روان و، استاد رباني یې تر منځ وساطت وکړ او دواړه لوري یې پر دې پوه کړل چې زموږ پر برخلیک اخته کېږﺉ. امام علي رحمان کابل ته راغی او د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې غونډه جوړه شوه، د اسلامي نهضت مشر، سید عبدا… نوری مرحوم او امام علي سره غاړه غړۍ شول، د سولې موافقه لیک یې لاسلیک کړ او امام علي هملته اعلان وکړ، چې دا ملا نوري له ما سره په یوه الوتکه کې تلی شي، خپل هېواد او خپل کور یې دی، که څه هم دا سوله خو له یوې خوا اسلامي نهضت ته ګرانه تمامېده؛ خو د هېواد عواقبو ته په کتو یې سولې ته زړه ښه کړ.

زه طالبانو ته دا هم وایم چې تاسې یواځې افغانستان ته نه؛ بلکې په ټوله اسلامي نړۍ کې وګورﺉ چې امریکا د هغه چا پر خلاف چې په سر کې یې اسلامي تفکر و څه وکړل. په مصر کې اخوان المسلمین تر څلور اتیا کلنې مبارزې وروسته د دموکراتیکو انتخاباتو له لارې واک ته ورسېد (۲۰۱۲)؛ خو پوره کال وروسته یې د دفاع وزیر جنرال عبدالفتاح السیسي ورته په شا و ټپاوه او جیبونه یې ورته د سعودي او ماراتو له خوا په ډالرو ډک کړل، د ولسمشر مرسي حکومت یې نسکور کړ (۲۰۱۳)، هغه یې زندان ته واچاوه، د قاهرې لارې کوڅې یې د هغه د پلویانو په وینو سرې کړې او بالاخره هغه یې هم ډېر مظلومانه د مرګ غېږې ته وسپاره او اخوان المسلمین یې منحل اعلان کړ، دغسې په ترکیه کې یې په ۲۰۱۶ کې پر اردوغان د کودتا اقدام وکړ؛ خو د خدای (ج) فضل و او ترکي ولس همت وکړ چې د کودتا چیانو د ټانکونو مخې ته سپر شول او کودتا ناکامه شوه. الته یواځې امریکا نه؛ بلکې ټول غربي استعماري ملکونه همدا یو هدف لري. دا چې امریکا په افغانستان کې ګڼ ستراتیژیک اهداف درلودل، هغه یوه خبره وه؛ خو ورسره ایډیولوژیکه دښمني هم مله وه. که چېرې طالبان بیا هم په دې خوشبینۍ کې وي چې امریکا به یې پرېږدي چې یو ځل بیا دلته اسلامي امارت جوړ کړي، سخته اشتباه کوي او دا خبره به بیا وخت او زمان ثابته کړي. امریکا پر دې هم ښه پوهېږي چې طالب جنګیالي خپلې وسلې پر ځمکه نه ږدي او له جنګه لاس نه اخلي او له امریکا سره سوله نه مني؛ نو طبیعي ده چې هغه سنګر ته به ورځي چې لا د مخه ورته جوړ کړای شوی دی. همدا اوس د حزب اسلامي ډېر جنګیالي څوک د طالب او څو د داعش په لیکو کې جنګېږي، همدارنګه د طالب جنګیالي هم دې حالاتو ته، نه تسلیمېږي او دا سوله په هغو یو څو کسو مرکچیانو نه راځي چې په قطر کې ناست دي.

افغان ولس بې له شکه سولې ته عاجله اړتیا لري؛ ان که چېرې یوه ورځ د مخه سوله راشي هم نو لږ تر لږه د دوه درې سوه افغانانو ژوند به یې ژغورلی وي؛ خو سوله هله راتلای شی چې افغانان په خپلو کې سره کښېني. ما ته د سولې په اړه د افغان ولسمشر سیاست هم یو ناسم او ناکام سیاست ښکاري، په (۱۲/۵/۹۸) نېټه چې هغه کومې څرګندونې وکړې له هغو نه فقط د وینو بوی راته او دا څرګندېدله چې دی لا هم د بېګناه افغانانو په وینو تویولو نه، نه دی موړ شوی او لا هم پر شپنیو عملیاتو ټینګار کوي او د تشدید قومانده یې ورکوي. سوله هله راتلای شي چې د دواړو غاړو په دریځونو کې یو څه نرمښت راشي، زیانمن شوی اعتماد یو څه سره سلېښ واخلي او که چېرې یو بل ته پرله پسې پتون ټپوي؛ نو دا خو د جنګ تداوم ته بلنه ورکول دي، نه دا چې د سولې له بهیر سره څه مرسته وکړي.

زما خو چې څومره فکر کار کوي؛ نو پر دې باور یم چې خدای مه کړه افغانستان دا مهال د سقوط پر ګړنګ ولاړ دی، راځئ خپل هېواد وژغورﺉ، د افغانستان ملت مسلمان دی، پر افغانستان ۱۴ کاله کمونستانو حکومت وکړ؛ خو دلته زموږ په محاکمو کې اسلامي قوانین چلېدل دا د هغوی خوښه نه وه؛ بلکې له دې نه مجبور وو. دا هېواد اسلامي دی، ملت یې مسلمان دی دلته بل څه نه شي چلېدای که څه هم کفري نړۍ دا نه غواړي او پر خلاف یې ډول ډول توطیې کوي چې ما یې مثالونه د مخه ذکر کړل؛ خو که موږ د خپل هېواد بقا غواړو، او په ریښتیا هم غواړو دلته اسلامي حکومت راشي دا که د امارت په نامه وي که د خلافت که د جمهوریت؛ نو لار یې ایکې یوه ده او هغه د وحدت او پیوستون لار ده او له خپل هېواده د بهرنیانو د لاسونو پر لنډولو سره تحقق موندلای شي.



t