د یوه ولسمشریز نوماند مرستیال استعفا وکړه

د یوه ولسمشریز نوماند مرستیال استعفا وکړه

د یوه ولسمشریز نوماند سیدنورالله جلیلي د ټاکنیز ټکټ مرستیال خلیل رومان له دغه ټکټ څخه استغفا کړې ده.

رومان پخپله استعفا پاڼه کې د دغه کار دلیل ناروغي او شخصي ستونزې ګڼلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکنیز کمپاینونه پیل شوي او جلیلي هم پکې خپل فعالیتونه مخته وړي.

جلیلي په دې اړه څه نه دي ویلي.



t