د افغانستان معلولینو لوبډلې هندوستان ته لوبه وبايلله

د افغانستان معلولینو لوبډلې هندوستان ته لوبه وبايلله

د افغانستان معلولینو لوبډلې نن هندوستان ته لوبه وبایلله

د معلولینو د نړیوال سېریز سیالیو په لړ کې نن افغانستان د ګروپ وروستۍ لوبه له هند سره ترسره کړه چې په ۵ ویکټو یې ترې ماتې ومنله.

افغان لوبډلې په پیل کې د لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۱۸ اورونو کې ۸۰ منډې جوړې کړې.

د هند لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۷،۳ اورونو کې د ۵ ویکټو په ورکړې ترلاسه کړ.

شیرین او طفیل د هند دوه – دوه لوبغاړي او اشرف یو لوبغاړی وسوځاوه.ٍ

د یادولو ده چې افغان لوبډلې له دې وړاندې خپلې درې واړه لوبې له سیالو لوبډلو په پر له پسې ډول ګټلې دي.




t