د عرفات غونډۍ

د عرفات غونډۍ

سبا سهارته حاجي صاحبان د عرفات غونډۍ ته ځي او دلته د الله له درباره دوعاوې غواړي !

عرفات د جبل الرحمه د غره په لمن كې پرته سيمه ده، چې د مكې مكرمې په سويل ختيځه څنډه کې په ۲۱ کیلو مترۍ کې موقعیت لري.

د دې صحرا اوږدوالى شاوخوا دولس كيلو متره او پلنوالى پنځه اعشاريه ۶ كيلو مترو ته رسېږي.
په لسم هجري كال كې، چې د اسلام ستر پېغمبر خپل وروستى حج يا حجت الوداع په عرفات كې تر سره كړ، د مسلمانانو لپاره یې مهمه خطبه واوروله، دې خطبې د اسلام د نړيوالو حقونو منشور نوم خپل كړ.

په دې خطبه كې آنحضرت د ناپوهۍ د دورې پر ټولو ارزښتونو د بطلان كرښه وكښله او حاكم ناوړه دودونه يي بې اعتباره اعلان كړل.
کله چې بابا آدم علیه سلام له جنت څخه ووت ، په همدې عرفات كې له بې بي حوا سره يو ځاى شو،
حضرت ابراهيم (ع ) د خپل زوى اسماعيل (ع) د قرباني كولو خوب هم همدلته وليد،

پر حضرت محمد(ص) د حضرت جبريل (ع) له خوا ټينګار د حج د مناسكو لپاره هم په دې ځاى كې شوى دى.

د عرفات پۀ ورځ د روژې نيولو فضليت!!

د رسول ‏(ص) څخه د عرفی د ورځې د روژې نيولو په باره کې پوښتنه وشوه، نو نبي (ص) وفرمايل:

هغه يعنې د عرفات د ورځې روژه نيول د تېر شوي او راتلونکي کال د ګناهونو کفاره ګرځي.

(صحيح مسلم ۱۱۶۲)

سيدرفیع الله (قلم)




t