ملګرو ملتونو هند او پاکستان حوصلې ته بللي

ملګرو ملتونو هند او پاکستان حوصلې ته بللي

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو گوترش هند او پاکستان د یو بل پر وړاندې زغم او حوصلې ته بللي.

هغه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې له دواړو هېوادونو غوښتي، چې د اړیکو د ترینګلتیا مخه ونیسي.

هند او پاکستان په وروستیو کې بیا ترینګلي شوي او یو بل ته ګواښیږي.

هند د کشمیر د ازادۍ د رسمیت پېژندلو په اړه د خپل اساسي قانون یوه ماده لغوه کړې.

پاکستان دغه ګام پارولی او له هنده یې د خپلو دیپلوماتانو د ویستو ترڅنګ هندي دیپلوماتان له خپلې خاورې ځواب کړي.



t