چین هند ته د هواوې کمپنۍ د نه تحریم خبرداری ورکړ

چین هند ته د هواوې کمپنۍ د نه تحریم خبرداری ورکړ

چینایي چارواکو هند ته خبرداری ورکړی، چې د امریکا په اشاره یې د هواوې د موبایلونو کمپنۍ باید تحریم نه کړي.

د دوی په وینا که هند دا کار وکړ، چین به پر هند د ټیکنالوژیکو مرستو بندیزونه ولګوي.

هندي رسنیو د دغه خبر په خپرولو سره ویلي، چې هېواد یې د چین ټیکنالوژیکو مرستو ته جدي اړتیا لري.

امریکا څه موده مخکې د چین د هواوې کمپنۍ تحریم او له خپلو متحدینو هم وغوښتل، چې دا کار وکړي.



t