ناټو: افغان سولې ته بیخي نیږدې یوو

ناټو: افغان سولې ته بیخي نیږدې یوو

د ناټو سرمنشي ینس استولنبرگ وایي افغان سولې ته بیخي نیږدې دي او هیله من دي، چې زر به له دې اړخه غوره زېري افغانانو او نړیوالو ته ورکړل شي.

سرمنشي دا خبره نیوزیلینډ ته د سفر پر وخت کړې ده.

هغه د دغو خبرو نور جزیات نه دي روښانه کړي.

پرون تمه وه، چې امریکا او طالبان به د سولې لومړنۍ هوکړه لاسلیک کړي، خو ویل شوي چې دا هوکړه تر اختر وروسته لاسلیکیږي.

د هوکړې جزیات نه دي روښانه، خو پرون ولسمشر غني وویل: افغانان اول خپل مشر ټاکي، بیا سوله کیږي.



ناټو،افغان سولې
t