زما دونيم کلن مزل! عبدالله شېرزی

زما دونيم کلن مزل! عبدالله شېرزی

نږدې دوه نبم کاله مخکې مې په لومړي ځل په ګمرکاتو کې دنده پيل کړه. له تورغنډۍ نيولې تر سپين بولدکه، بيا د هرات او اسلام کلا ګمرکونو تر رياست پورې.
ګمرک د نظام د نورو ادارو په پرتله يو له ډيرو ستونزو ډکه اداره ده چې له ګڼو مافيايي کړيو سره لاس او ګريوان وي. په دې لار کې مزل ستړی او له ستونزو ډک وي؛ خو، د يوه کس تجربه څو برابره کوي او د انسانانو د پيژندلو يو ښه پوهنځی دی.
هلته به د وطن له ډيرو داسې سپينو او تقوا لرونکي کسانو سره مخ شې چې په کومو کارونو لګيا دي.
له بده مرغه چې د ګمرکونو په شمول زموږ اکثره ادارې له فساد سره لاس او ګريوان دي او ددې شومې پديدې سل په سلو کې له منځه وړل څه وخت ته اړتيا لري؛ چې قوي اراده او په سيستم کې د اصلاحاتو راوستل او دغه راز د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره دغه ستونزې تر ډيره فساد له منځه وړلی شي.
ما چې کله په تور غونډۍ ګمرک کې په کار پيل وکړ، په لومړي سر کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوم؛ خو، د زورورو او په یاد ګمرک کې د مشخصو کړیو په تضعیف کې کمزوری نه شوم چې په نتیجه کې عوايد ۷۱ ٪ لوړ شول.
تورغونډۍ نه وروسته د بولدک ګمرک ته واستول شوم. راته وویل شول چې که د هغه ګمرک وضعیت هم بدل کړای شم. ځکه؛ په دې ګمرک کې کار کول ځانګړي نزاکتونه غوښتل. هلته لاړم، کې يو کال مې د هغې ادارې مسؤلیت په غاړه درلود. تجارانو ته مو اسانتياووې برابرې کړې، ومو هڅول. په هغه وخت کې معمولا درې نيم تر څلور سوه تجارتي محمولې ګمرک ته داخليدلې خو داسې وخت راغی چې په ګمرک کې د موټرو د دريدو ځای نه و. زوړ ګمرک مو ورته فعال کړ، هلته هم ځای نه شول، بالاخره مو (زړه بندروالي) ورته فعال کړ او هلته مو په تجارتي اموالو بار موټر ودرول چې په وروستیو کې هره ورځ نږدې اووه سوه موټرو ملي خزانې ته محصول تحويلاوه. ځای لري دلته د مالیې وزارت پخواني وزیر ښاغلي حکيمي صاحب او پخواني معين ډاکټر صاحب نجيب الله وردګ نه مننه وکړم چې نه یوازې یې د ګومارنې باور راباندې وکړ، بلکې کلک ملاتړ یې هم راته کړی چې که د هغوی حمایت نه وای، ماته سخته وه په هغه قاطعیت کار وکړم.
هرات ګمرک ته په تګ سره له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوم. هلته به قيمتي اموال د سمنټو او ګچو په نوم چې محصول يې په مراتبو ښکته و، تشرېح او محصول کېدل. په تير کال کې مو په سلګونو په تجارتي اموالو بار موټر فرار مالياتي لرل او اکثره وخت به قيمتي اموال د لارې په مسير کې په شخصي ګدامونو کې ښکته کيدل او په ځای به يې سيمنټ، ګچ او د جوارو اوړه ګمرک ته د محصول په خاطر راوړل کيدل.
ددغو ستونزو د حل لارو په لټه کې شوم يوازنۍ لار دا وه چې د هرات ګمرک بايد اسلام کلا ته انتقال کړو؛ سره له دې چې څلور کاله مخکې د مرکز هدايت و چې د هرات ګمرک بايد اسلام کلا ته انتقال شي، خو چا ورته اوږه نه وه ورکړې. د رئيسانو په کلنۍ غونډه کې مې وړانديز وکړ چې ګمرک بايد انتقال کړو، د مالیې محترم وزیر قيومي صاحب نه مننه چې زما دلایل یې ومنل او د ګمرک د انتقال لارښوونه یې وکړه. ډيرو راپسې د مرده باد نارې ووهلې، لارې يې راته بندې کړې، د تحصن خيمې يې ووهلې، همکاران يې را شهيدان او ټپيان کړل او بالاخره زموږ د مرګ تابياووې ونيول شوې. چا به ويل په چسپکي ماين به له منځه يوسو چا به د لارې په اوږدو کې د راکټ لانچر او ۸۲ ملي متري توپ د ويشتلو تصمیم راته نیوۀ، خو خدای وساتلو.
که څه هم هلته لازم تاسیسات نه و، مونږ په هوار میدان په کار پیل وکړ. خو ګمرک په بريالتوب سره انتقال شو، هغه لوی فساد له مینځه لاړ، د عوايدو تېښته صفر ته راښکته شوه. هلته مو د ګمرک د ضرورت پر اساس د نوو تاسيساتو ډبرې کېښودې چې کار پرې روان دی.
دا کارونه سخت و، په هېڅ وجه یې امتیاز ماته په یوازېتوب نه رارسیږي. د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني قاطعیت و، د هغه نه د فاسدو کړیو ډار و چې مونږ کولای شوای کار وکړو. د مالیې وزیر ښاغلي قیومي صاحب ملاتړ او مرسته وه چې په نهایت پاکۍ او صداقت یې غوښتل د افغانستان عواید باید د دولت خزانې ته راشي.
په اداره کې بدلون راوستل د لا بهبود په موخه وي. باور لرم چې د مالیې وزارت رهبرۍ په همدې نیت نوی تغییرات راوستي چې زه یې ملاتړ کوم. زما ځای ناستي ښاغلي محمد اکبر مبين ته مبارکي وایم او پوهېږم د اسلام کلا ګُمرک کار نهایت سخت دی، که یې هر کله زما مشورې او حمایت ته ضرورت وي، زه به یې ملا ورتړم.
زمونږ وطن دی، خدمت کول یې زمونږ وطني فرض دی. هر چېرته چې یو، کار به ورته کوو.
په پای کې د خپلو ټولو هغو همکارانو نه مننه کوم چې ما سره یې په دې درېیو ګُمرکونو کې کار کړی دی، که د هغو اخلاص او منډې نه وې، مونږ به د عوایدو په لوړولو او فساد سره مبارزه کې پاتې راغلي وو.




t