د (URI) فلم ډایریکټر او د فلم ستوری په ملي جایزه ونازول سوه

د (URI) فلم ډایریکټر او د فلم ستوری په ملي جایزه ونازول سوه

د هندي سېنما نوموتي او باتجربه ډایریکټر ادیتیا در ته د(URI) فلم د ښه لارښوني په خاطر د هند هیواد د سېنما په یوه ملي جایزه ونازول سو او تر څنګ یي د یاد فلم نوموتيمرکزي لوبغاړی ویکي کوشال ته هم په (URI) فلم کي د هند هیواد د پوځ د یو افسر د ښه رول لوبولو له آمله یاده جایزه وکړل سوه.

یاده جایزه د (URI) فلم ډایرکټر ادیتیا در او سېنمايي ستوری ویکي کوشال ته تیره جمعه ورځ د ملي جایزي په یوه ملمستیا کي ورکړل سوه او یاد فلم يي د هندي سېنما د نظامي فلمونو جوړولو په لړ کي تر ټولو غوره نظامي فلم وباله، ځکه یاد فلم د هالیووډ فلمونو په څیر جوړ سوی دی او د هند د کمنډو ځواکونو هغه عملیات یي په کښي تصویر کړي دي چي د هند کمنډو ځواکونو د پاکستان تر ولکي لاندي کشمیر کي د جیش محمد ډلي پر جنګالیو کړي وه.

)URI( فلم د هند د سېنما غوره فلم او هم د ‌‌‌‌‌‌ډېري کټي کوونکی فلم هم بلل سوی دی.

د یاد فلم ډایریکټراوفلمي ستوری د (URI) فلم د ټول ټیم، ملګرو او د یادي ملمستیا او د جایزي د ترتیب کوونکو څخه د زړه له کومي مننه کړي ده.

پاته دي نه وي چي د یادي ملمستیا په جریان د (بداي هو) فلم فلمي ستوری ایوشمن کورانا ته هم د غوره اداکار جایزه ورکړل سوه.


بالیوود فلمي نړۍ
t