مرکزي اسیا د جرمونو خلاف ګډ سازمان جوړوي

مرکزي اسیا د جرمونو خلاف ګډ سازمان جوړوي

د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو هوکړه کړې، چې په ګډه د جنایي جرمونو خلاف د مبارزې یو ګډ سازمان جوړ کړي.

دا پریکړه په الماتا کې د تاجیکستان، قزغیزستان، قزاقستان او ازبکستان چارواکو د یوې ناستې پر وخت کړې.

د یادو هېوادونو په ګډو پولو کې د جنایي او نورو جرمونو د زیاتوالي خبر ډېر ورکول کیږي.

ویل شوي، چې د دغو هېوادونو شته ځواکونه له دغو جرمونو سره په پياوړې مبارزه نه دي بریالي شوي.



t