د ارملک – لامان ۳۰ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ارملک – لامان ۳۰ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

 ټرانسپورت وزیر انجینر یما یاري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال په داسې حال کې چې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي، په ملي او ولایتي شورا کې د خلکو استازو، سپین ږیرو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه لرله، د ارملک – لامان ۳۰ کیلومتره حلقوي سړک د پټۍ په پرې کولو سره پرانیست.

د ټرانسپورت وزیر د دغې پروژې د پرانیستې پر وخت وویل: د ارملک – لامان ۳۰ کیلومتره سړک د کرخ له ارملک کلي پیل او تر بخور نخور کلي غځیږي، چې ۱۱متره عرض، ۸۵ بېلا بېل پلچکونه او ۱۶۶۳ متره استنادي دېوالونه لري.
دا پروژه په څه باندې ۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو جوړه شوې او بشپړه شوې ده.

ښاغلي یاري زیاته کړه: د دغې پروژې اوږدوالی ۵۲ کیلومتره دی، چې ټول لګښت یې څه باندې ۶۰ میلیونه ډالره کیږي.

د دې پروژې ۳۰ کیلومتره چارې بشپړې شوي او ۲۲ کیلومتره باقي چارې تر کار لاندې دي.
د پروژې مالي ملاتړ د سعودي عربستان هېواد له پرمختیایي بودیجې کیږي.
د ټرانسپورت وزیر وویل: د ارملک- لامان لویه لاره د افغانستان د حلقوي سړک یوه برخه او د شمال او لویدیز دهلیز دی، چې په اقتصادي لحاظ د هېواد له لویدیز څخه د هېواد شمال او د اسیا او منځني اسیا بازارونو ته د توکیو په لېږدولو کې مهم او ارزښتناک رول لري.

د دغه سفر پر مهال ټرانسپورت وزیر او ورسره مل پلاوي په بند سبزک سیمه کې د ارملک- لامان حلقوي سړک د جوړیدو له چارو لیدنه وکړه او د انجینرانو د هڅو او زحمتونو مننه یې وکړه.

هغه د یاد شوي سړک د پاتې چارو پر ګړندیتوب ټینګار وکړ. دغه راز یې لارښوونه وکړه چې بلې سیمې ته له دغه ځایه د ملي اردو د تاسیساتو د لېږد چارې چټکې او د سړک د مسیر د کیندنې کار چټک شي.

د ټرانسپورت وزیر او ملګري پلاوي یې دغه راز د پاشدان بند د کار له چارو هم لیدنه وکړه او د دغه بند د ۱۴ کیلومتره سړک د جوړیدو پر ګړنديتوب یې ټینګار وکړ.
د ویلو ده، چې یاد شوی بند د هرات له مهمو زیربنایي پروژو څخه دی او چارې یې ۴۰ سلنه شاوخوا بشپړې شوي دي.




t