ننګرهار او کابل کې د اختر او خپلواکۍ پر مراسمو د ځانمرګو بریدونو مخه ونیول شوه

ننګرهار او کابل کې د اختر او خپلواکۍ پر مراسمو د ځانمرګو بریدونو مخه ونیول شوه

چارواکي وایي، د ننګرهار ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ځانمرګو بریدونو په موخه چمتو شوي داسې واسکټونه نیولي، چې د پېښې په رامنځته کېدو سره یې شاوخوا شپږ سوه کسانو ته مرګ ژوبله اړوله.
د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ نظامي مسوولینو د زمري په ۱۹ ملي امنیت ریاست کې د رسنیز کانفرانس پر مهال نیول شوي څلور داعش او وسله وال طالبان، د ځانمرګو بریدونو په موخه چمتو شوي واسکټونه، بمونه، وسلې، تبلغاتي ثبت شوې کېسټونه او یو شمېر نور جنګي توکي رسنیو ته وښودل.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، ملي امنیت منسوبینو تېره شپه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د لوی اختر او خپلواکۍ سلمې کلیزې د نمانځنې په شپو ورځو کې په ننګرهار او کابل کې د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتوي شوي شپږ واسکټونه له ګڼ شمېر نورو جنګي او تبلغاتي موادو سره یو ځای تر لاسه کړي دي.
هغه وایي، چې یاد واسکټونو کې یې یو لاسي او پاتې پنځه نور یې د ځانګړې دستګاه په واسطه جوړ شوي، چې هر یو يې دوه زره چرې لري او د پېښې په رامنځ ته کېدو سره شاوخوا شپږ سوه کسانو ته مرګ ژوبله اړولی شوه، چې د ملي امنیت په هڅو د دې لویو خونړیو تروریستي پېښو مخنیوی وشو.
نوموړي زیاته کړه، دوه داعشیانو، چې داکټرانو څخه یې د باج اخېستلو لپاره دوی ته ګواښونه کول،د قضيې پر مهال لاس په لاس نیول شوي دي، همدا راز دوه وسله وال طالبان هم د امنیتي ځواکونو لوري د یو شمېر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.
ښاغلی میاخېل وایي، یاد وسله وال مخالفین او بېلابېل توکې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار، بهسود او پچیراګام ولسوالیو کې نیول شوي دي.
د ننګرهار ملي امنیت رئیس تورن جنرال نظر علي واحدي وویل، د ځانمرګو بریدونو په موخه چمتو پنځه واسکټونه په هغه فابریکو کې جوړ شوي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې له لوري د کرغیړنې کرښې اخوا تمولېږي.
نوموړي د امنیتي ادارو په استازولۍ ډاډ ورکړل، چې ځواکونه يې د نېکمرغه لوی اختر او خپلواکې سلمې کلیزې په موخه بشپړ امنیتي چمتوالی نیول تر څو خلکو ته په هوسا ډول د خوښیو د نمانځې زمینه برابر شي.



t