د خرم صیب د کتاب په اړه! عبدالستار سعادت

د خرم صیب د کتاب په اړه! عبدالستار سعادت

“څلوېښت کاله په توپان کې” کتاب مې ولوست. تر دې دمخه مې هم د ځینو سیاسیونو ژوند لیکونه او روایتونه لوستي و چې د سید قاسم رشتیا د یادداشتونو نه شروع، د ګري شرون، جېمز ډوبېنز، ډاکټر سپنتا، خلیلزاد، جان کېري او دې ته ورته نور هغه کسانو آثار چې مهمو موقفونو کې پاتې شوي وو؛ خو، دا یو هم د دې اثر په اندازه جذاب نه و.
د کتاب لومړۍ برخه (چې د جهاد دورې پورې اړه لري) ډېره هنري لیکل شوې، داسې چې لیکوال لوستونکی ځان سره بیایي؛ د کارتې پروان کوڅو ته، د استقلال لېسې ته، زندان ته (د کمونېستانو ګېشتاپور سره یې مخامخ کوي)، وردګو ته، پېښور ته لیکوال سره ګډ مزل کوي او…
د کتاب دویمه برخه چې لیکوال یوې امریکایي مېرمنې سره ګډه حقوقي مؤسسه جوړوي (دې مؤسسه کې وروسته ما هم د مدافع وکیل په توګه دنده ترسره کړې ده)، د هغه کاندیداتوري، فرانسې سفارت کې کار… د اطلاعاتو او کلتور وزیر کېدو پورې ډېره جالبه نه ده (د لومړۍ او دویمې برخې سره د مقایسې په صورت کې).
د کتاب درېیمه برخه چې د جمهوري ریاست دفتر، متحده ایالاتو سره ستراتېژیک تړون، امنیتي تړون، سوله، انتخابات او د قدرت انتقال په کې شاملېږي، د کتاب تر ټولو غوښنه برخه ده.
لومړۍ او درېیمه برخې (کتاب کې داسې وېش نشته) دومره جالبې دي چې لوستونکی فکر کوي، تقدیر لیکوال همدې لپاره دې ځایونو ته بېولی چې یوه ورځ دا هر څه په همداسې یو اثر کې راونغاړي.
زه ښاغلي خُرم له نږدې پېژنم؛ هغه یو رښتینی مُسلمان، وطندوست او نهایت صادق انسان دی او د دۀ د شخصیت دا اړخ د کتاب اعتبار لا لوړوي.
تاسې ټولو ته بلنه درکوم، دا کتاب حتماً ولولئ. د ۶۷۴ مخونو حجم غم یې مه کوئ، ذهن به مو هېڅ ستړی نه کړي.



t