غلطیهای مضامین مت پوچھ! احسان الله درمل

غلطیهای مضامین مت پوچھ! احسان الله درمل

د لیکوالۍ ذاتي تخنیکونه کسبي دي او که یو کس ځیرک وي
د لویو لیکوالو له لیکنو یې هم زده کولای شي. املا، لیکنښې، د جملو اوډون او سمه ژبه لیکل به زده شي خو تر ټولو لوی
مسولیت تر دې وروسته پیلېږي. اوس به وایې څه؟
له لیکواله د خلکو تمه دا وي چې نوې خبره ورته وکړي. هغه خبره چې د جومات په پيتاوي، د زړو ښځمنو په بنډار او د ښاري ټیکسیو له مساپرو یې نشو اورېدلای. دقیق لیکوال هغه دی چې د لیکلو تر موضوعاتو د نه لیکلو موضوعات ښه وپېژني. دا خبره کوم انگرېز لیکوال کړې چې:
“د لیکلو تر هنر د نه لیکلو هغه ډېر مهم دی.”
د لیکوال فکر و منطق د ټولنې تر عادي وگړو لوړ او ظریف وي. دی په بدرنگیو کې حسن پیدا کولای شي او د حسن له بدرنگیو نقابونه ښویوي. لوی لیکوال عموماً معتدل فکر لري او لکه خامه میوه پخپل ښاخ پورې کلک نه نښلي. لیکوال د ساینسي لابراتوار غوندې د پدیدو له حقیقت سره کار لري او د خپل عقدو، عقایدو او افکارو پر بنسټ د پدیدو هویتونه په لوی لاس نه مسخه کوي. دی له لیکوالۍ د لوښي استفاده کوي او پدې ښایسته لوښي کې خلکو ته زهر نه، بلکې د ژوند اوبه ورکوي.
لیکوال په بیه او معاش د قلم عفت نه پلوري، دی په یو څو پیسو خپلو روغو سترگو ته د بل چا رنگینې عینکې نه اچوي او حقایق یوازې هغسې تعبيروي چې دي.
لیکوال د څلورلاري کاریگر ندی چې کولنگ او بېلچه پر مټ له هر چا سره روان شي. کاریگر خپل گولنگ او بېلچه د ټاکلي مزد په بدل کې پلوري. که بادار وویل چې بام وران که، دی یې اخېړولای نشي او که یې وویل چې دیوال جوړ که دی یې ورانولای نشي. د کاریگر د کار لوښي کرایه کېدای شي خو قلم د کرایې گولنگ ندی چې که چا درته وویل چې د پلاني د شخصیت ماڼۍ په ونړوه، ته سمدستي لاس ورته په ناړو کړې.
ليکوالي د ارزښتونو د ساتلو کلا ده، د وطن او خلکو د علیا گټو د ځلولو او ساتلو هنر دی او بلاخره خپلو نسلونو ته د سمې او منځنۍ لارې په گوته کول دي.
ښایي د لیکوال یوه نیمه خبره د ټولنې د مزاج مخالفه وي؛ ښایي لیکوال په ځینو خبرو د ستایلو پر ځای ورټل شي خو دی بیا هم هغه خبره کوي چې سمه وي او د خلکو پکې خیر وي.
لیکوال دوکاندار ندی چې باید پر دوکان یې گڼه گوڼه وي، دوکانداران د گټې لپاره هغه شیان هم پلوري چې ممکن د روغتیا لپاره مضر وي خو لیکوال یوازې هغه اجناس وړاندې کوي چې د لوستونکیو ذوقي او فکري وده ورسره تړلې وي.
ليکوالي صرف سترگې پټول او خوله خلاصول ندي، بلکې د خپلې هرې کلیمې مسولیت اخیستل دي. هغه لیکوال چې د لیکلو او د کلیماتو د دقیق استعمال له مسولیته خبر وي، د زړه وینې یې خوراک وي. داسې لیکوال د یوې مهمې موضوع او حتی یوې دقیقې کلیمې د موندلو لپاره شپه ورځ پر ځان یوه کوي خو په عادي موضوع او نامناسبه کلیمه قناعت نکوي.
د ښې لیکوالۍ لپاره لیکوال ښې ذهني تغذيې ته اړتیا لري. ذهني تغذيه د لویو لیکوالو شهکارونه او د لویو مفکرینو اثار دي چې اول ډول اثار لیکوال ته د څنگه ویلو او دوهم ډول یې د څه ویلو تخنیکونه ور زده کوي.
افغانستان ته چې سوشیل میډیا راغله، گڼو لوستو او نالوستو د لیکوالۍ عادي تخنیکونه زده کړل خو د لیکوالۍ ډېره مهمه برخه چې فلسفي تفکر او تعمق دي هېر شول. زلمکیو لیکوالو د یو څو عقده یي او تش مغزو ښکنځلمارو لاره ونېوه او پدې توگه لیکل زیات شول خو د کار خبرې بیخي د مرغۍ پۍ شوې. بله لویه غميزه دا چې ليکوالي د نوي فکر او خبرې پر ځای د خپلو سیاسي او ټولنیزو گرومونو او عقدو د ازادېدو وسېله شوه. فلهذا، د دلیل او منطق ځای پوچو ښکنځلو او چټیاتو ونېو. اوس چې څوک نوی کس زموږ سوشیل میډیا ته راشي نو د سپکو سپورو، بې منطقیو، خرافاتو، تورونو، پیغورونو او ښکنځلو شور دومره لوړ وي چې د کار خبره دې که تر غوږه شوه بختور به یې. لوستونکی نه پوهېږي چې دی د لیکوالو نظریات لولي که د جومات په پیتاوي، د ښځمنو په جنگ او یا د ټیکسي په منځ کې ناست دی.
لوی لیکوال د لوستونکیو له سترگو د جهل، عقدو او خرافاتو پردې لرې کوي خو زموږ لیکوال روغو سترگو ته خاورې شېندي. د لیکوال کار د خلکو سترگور کول دي خو موږ خلک ړندوو.
هره پدیده چې د خپل فطرت مخالف کار وکړي پاراډوکس رامنځته کېږي. زموږ ليکوالي د پاراډوکس تر ټولو جالبه بېلگه ده. د غالب خبره ده چې:
غلطیهای مضامین مت پوچھ!
لوگ نالے کو رسا باندهتے ہیں




t