هرات: د اوسپنې پټلۍ ادارې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

هرات: د اوسپنې پټلۍ ادارې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

هرات ته د ټرانسپورت وزیر انجینر یما یاري د رسمي سفر په ترڅ کې په داسې مهال د اوسپنې پټلۍ ادارې وداني او څو پرمختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي او نور چارواکي هم حاضر وو.
په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پر وخت د ټرانسپورت وزیر وویل: د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۱۶ ګڼې فرمان له مخې د ټرانسپورت مخکینی وزارت، د اوسپنې پټلۍ اداره، د ملکي هوانوردۍ اداره، د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست او د فواید عامې مخکینی وزارت له یو بل سره مدغم او د ټرانسپورت وزارت په نوم ونومول شول، چې د سکتوري بنسټونو د همغږۍ او همکارۍ سبب شوی.
یاري د هرات د اوسپنې پټلۍ ادارې د ودانۍ د پرانیستې پر وخت وویل: دا ودانۍ په څلورو پوړونو کې د افغانستان د حکومت په ۴۰ میلیونه افغانۍ پرمختیایي بودیجه جوړیږي، چې ۲۵ دفتري خونې، د غونډو سالون، خوړنځی او مېلمستون لري.
د ټرانسپورت وزیر وویل: د هرات د اوسپنې پټلۍ اداره، چې نوې رامنځته شوې، د تورغونډۍ او چاه سرخ – هرات د اوسپنې پټلۍ چارو د جوړولو او ګټې ته سپارلو مسولیت لري.
یاده ودانۍ د هرات په یوه لرغونې سیمه کې جوړه شوې، چې د اوسپنۍ ملي او سیمه ییزه پټلۍ له لویدیز زون او هرات ښار سره نښلوي او د ښو تخنیکي او اداري خدماتو او اسانتیاوو سبب کیږي.
دغه راز د دې سفر پر مهال د بشران سیمې ۲۰ کیلومتره سړک د ۲۵۲ میلیونه افغانیو، له مناره ها کلي څخه تر نقرې کلي په ۱۹۶ میلیونه افغانیو ۹ کیلومتره سړک، په ۱۶۴ میلیونه افغانیو د سلما بند ۸ کیلومتره بایپاس سړک او په ۲۷ میلیونه افغانیو د هرات – اسلام قلعه د ۴ کیلومتره سړک د حفظ و مراقبت چارې بشپړې او پرانیستل شوې.
د دې ترڅنګ له هرات څخه تر چشت شریف پورې د ۳۰ کیلومتره سړک د جغل اندازۍ چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې، چې له زمان اباد دښتې څخه تر مار اباد پورې غځول شوی.




t