صلاح الدین رباني د محقق لیدو ته ورغلی

صلاح الدین رباني د محقق لیدو ته ورغلی

د جمیعت اسلامي مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د حنیف اتمر د ټاکنیز ټیم د دویم مرستیال حاجي محقق لیدو ته ورغلی.

د محقق مطبوعاتي دفتر وایي په لیدنه کې پر راتلونکو ټاکنو او سولې هڅو خبرې شوي.

سرچینې د خبرو جزیات نه دي روښانه کړي.

مخقق دمګړۍ د اجرایه ریس د دفتر دویم مرستیال دی، خو په ټاکنیز ټیم کې ورسره ملګری نه دی.

تمه کیږي، چې د حنیف اتمر د ټیم له پاشل کیدو سره به محقق هم د عبدالله ملګری شي.



t