روسیه:لسګونه زرو تنو د پوتین خلاف لاریون کړی

روسیه:لسګونه زرو تنو د پوتین خلاف لاریون کړی

د روسیې په پلازمېنه ماسکو کې په څلورمه ورځ نن هم تر ۴۰ زرو کسانو د ولسمشر پوتین پر ضد لاریون کړی.

لاریون وال اکثره مستقل افراد دي، چې په سیمه ییزو ټاکنو کې د نوماندۍ حق ځانته غواړي.

حکومت د دوی غوښتنې ته تراوسه کوم ځواب نه دی ویلی.

د دغو پرله پسې لاریونونو له کبله په ماسکو کې عادي حالت بدل شوی او ځانګړی حالت حاکم شوی.



t